د کنړ ولايت
کونړ ولایت، چې په انګرېزۍ کې ورته
(kunar)
، د افغانستان له ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې
ختیځه برخه کې موقعیت لري. دا ولایت له ګاونډي پاکستان سره په پوله پروت دی. منڅۍ (مرکز) یې د اسد اباد ښارګوټې دی
کونړ ولايت په مجموع کې ١٤ ولسوالۍ لري چي په لاندي ډول دي
د مروره ولسوالي
د وټه پور ولسوالي
د پيچ دري ولسوالی
د نرنگ ولسوالي
د سرکاڼي ولسوالي
د دآنگام ولسوالي
د اسمار ولسوالي
د شيگل ولسوالي
د چپه دره ولسوالي
د نور گل ولسوالي
د څوکي ولسوالي
د خاص کنړ ولسوالي
د ناړي ولسوالي
د غازي آباد ولسوالي
کونړ دپخوانيو مورخانو په اثارو کي کنړ، کنير، کهويس(Khoes)، کونرkunar) ، کولو، کونړ، کونر او داسي نورو په نومونو راغلي دي.
کونړ (کونرkonar)په شکل له دوو کلمو څخه جوړ شوي دي چي نورستانيانو ورته کونړ وايه او په نورستاني لهجه يې معنا(دښوونه دره) يا زيتون دره ده.
په دي نوم کې هم درنورو نورستانى کلمو او نومونو په شان چي په نورو ژبو کې يي(له)،(په)(ړ) او ښتلي بدلون راغلي دي او په کونړ يى شهرت پيدا کړي دي.
تاريخى اسنادو ځيني نور شواهد داسي ښي چي ډير پخوا د کنړ دره له غرونو څخه نيولي ان دکنړ دسيند دغاړوپوري په ګنوځنګلونو پټه وه ، چي زياتره پوټي يي، ښونان اوغوړا څکي وو، د دي ډولونود موجوديت د ثبوت د پاره به دا کافي وي چي وويل شي کله چي سلطان محمود غزنوي د لومړي ځل لپاره د اسلامي فتوحاتو په لړ کي د کونړد دي دري په خوله کي د کابل له سيند څخه راپوري ووت دنور او قيرات په درويي حملي کولي نو يي د خپل لښکر سره دنجارانو، آهنګرانو، سنګ تراشانو اونور کسبګرانو ډلي هم را واخستلي ترڅو چي د ځنګل وني اوبوټي ووهي، تيږي ماتي کړي او د خپل لښکرد پرمختګ د پاره لاره جوړه کړي.
د يو بل مستند دليل له مخي چي ددغو دوو ډولونو عموميت ته مصداق ورکوي هغه دا دي: کله چه د کونړ د ناوي د ښکتنيو او هوارو برخو پخواني کورونه وکتل شي دهغوۍ دکوټو په چتونو کي د ډاګو (دستک) د پاسه د دړو پرځاي د ښونانو او غوړاڅکو لښتي اچول شي دي چي پورتني دواړه تاريخي او عيني شواهد په دي دلالت کوي چي په رښتيا سره په پخوانيو زمانوکې د کونړ دره په تيره بيا د کونړ د سيند د شمال شاوخوا په ځنګلونو پټه او زياتره وني يي همدغه ښونان او غوړاڅکي وو، او زما ديادو خبره ده چي زموږ دسيمي (نرنګ) دغرونو لمني ان تر سمي پور ي د ښونانو او څيړيو او نورو ونو پټي وي، نوځاي يي درلود چي نورستانيانو هغه د ښوونو په نامه ياده کړي ده.
همداراز (کو) د اوبو، څاه او رود په معنا دي لکه ،چي همدا اوس موږ په ورځنيو محاورو کې کوهې زيات استعماليږي، نو چي داسي ده دکونړ يعني د اوبو او رود دره اوکه تاريخي اسنادوته مراجعه وشي په عمومي صورت سره کونړدومره شهرت نه لري لکه چي په لرغونو اثارو کي دکونړ سيند (راساRasa ( يي لري.
نودا هم پوره ممکنه ده چي د کونړ دا معنا به واقعيت ولرلاي شي چي د سيند او اوبو دره يي وبولو، ځکه که اوبه يي نه درلودلاي اووچ خوړ واي نو ممکن بيايي دغسي معنا نه شوه ورکولاي. د پوهاند عبدالحى حبيبى د پنځوسو مقالو د پساندونو په يوه برخه کي داسي راغلي دي:
کونار يعني کونار چي جمله يي داسي په قوس کې ليکلي شوي ده (رود دره کاغان شرقي پکهلي ضلع هزاره) دلته مطلب د کو څخه دي چي په نوموړي اثرکۍ د اوبو او رود په معنا استعمال شوي دي.
د پورتنيو څيړنو او تحقيقونو څخه دا جوتيږي چي د کونړ لفظ دليکني سره بايد تر(ک) ورسته (و) وليکل شي نه دا چي دکونړ لفظ دليکني څخه(و) واښستل شي.
ځيني وخت ليدل کيږي د کونړ د جمع شکل د کونړونه(کنړونه) ليکل کيږي په دي شکل د کونړ ليکل که مفرد وي کنړ او که جمع وي کنړونو دواړه شکله بيخي غلط دي. دا چي ولي داسي ليکل کيږي زما په نظرڅه رنګه چي په کونړکې په رسمي دفترونو کې ټول مراسلات او مکتوبونو په دري ؤ يعني په خپله د کونړ دفتري ژبه دري وه نو دا ده چي د کنړ د کلمي پرځاي د سهولت له مخي يي په کنر انتقال کړي بيا دغه کنر کنرها شوي او وروسته تري د جمعي حالت په پښتو کنړونه جوړ شوي دي. پرته له دي بله کومه تاريخي ريښه نه شي لرلاي.
دا چي په مخکنۍ برخه کې وليکل شو چي کنړ ته کنر هم وايي د کونړ د نوم دا شکل هم د يوي خواته د حدودالعالم د اشاري له مخي چي کنر يي ورته ويلي دي او د بلي خوانه دخاص کونړ ختيزي خواته يوکلي د تنر په نوم شته دي که دهغه کلي د نوم سره د مقايسي له مخي وويل شي نو ممکن هغه (ته نر) وي اوکه درون ته.
دا معلومات (((پوهاند رازقي نړيوال)))د کتاب څخه
د معلوماتو سرچینه:-ویکیپیډیا کونړ
جغرافیوی جوړښت او قومی جوړښت
د کونړ ولایت د افغانستان په خنیځ کې پروت دی چې شمال ته یې د نورستان، سهیل ته یې د ننکرهار، لویدیځ ته یې د لغمان ولایتونه پراته دي.او په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا سره ۱۷۵ کیلو متره ګډه پوله ویشي.دکونړ ولایت یو غرنی ولایت دی چې څه دياسه ۴۵۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري
دکونړقومونه
الکوزي: الکوزي سړبني پښتانه دي او د دانیو زیرک پورې اړه لري او دکونړ په سر کاڼو کې وجود لري.
تر کلاڼي: دا قبیله د سړبن په ټولنیز گروپ پورې اړه لري او په کونړ کې شته دی.
سالارزي: سالارزي دپورتنۍ قبېلې یو ښاخ دی او دکونړ په لاندنیو سیمو کې ژوند کوي. دانگام،اسمار،شنگړۍ،شالۍ(شال)،ناړۍ،بریکوټ،دم کلی،نرنگ،سرکاڼو،گنجگل،ټانکو،شولتن(شلتن)،مروره،اغذباغ،ساو،ساوخوړ،څوکۍ،بارگام،ازیرگل،ډمبرو،حصاره(ایساره)کرهاله،دونه یی.
خاښي خېل:خاښی خېل یا خو ښي خېل د کونړ په ځینو ځایو کې هستوگنه لري چې په یو روایت سره د مرزا الغ بېگ به وخت کې کونړ ته لېږدېدلي دي.
سرکاڼي: دا دالکوزیو یو ښاخ دی چې دکونړ په سر کاڼو کې او سیږي او دنوم دمناسبت له مخې دسرکنډ کلی هم د دې قبیلې یو کلی
شینواري: دشیگل شینواري تقریباٌ ۳۰۰ کاله دمخه د ځینو عواملو له کبله دسره کمر له خوا نه تللي دي او دشیگل ځمکه یې له نو رو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نیولې وه،شیگل ته دشینوارو راتگ او د نورو قومونو څخه دشیگل نیول دشیخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم یې(ذکریا) دی تر سره شوې ده.
ادریم زي (عبدالرحیم زي): دا قبیله د غلجیو په ټولنیز گروپ کې شامله ده او داحمد زیو یو ښاخ دی او دکونړ په ښېوه کې او سیږي.
لودین: دوۍ غرښتي پښتانه دي او په کونړ کې هستوگنه(استوگنه) لري.
ماموند: دوۍ د سړبن په ټولنیز گروپ کې شمېرل کیږي او دښا خي خېلو(خا ښي خېلو) دترکاڼي په قبیلې پورې لړه لري.دوه ماموند وجود لري:لومړی ماموند(کاکازي)واړه ماموند دوړو ماموندو ځینې خېلونه په شوړتن(شلتن)،دانگام او په وټه پور کې مېشت دي.
مشواڼي:مشواڼي په اصل کې غرغښتي پښتانه دي، دوئ دکونړ په ناړۍ،دانگام او اسمار کې اوسیږي.
ملکزي: په کونړ او دنرنگ په جار قلعه کې هستوگنه لري.
ملاگوري: سړبني پښتانه دي او دمومندو په سترې قبیلې پورې اړه لري، دملا گورو کورني د درې په ملاگورې او دنرنگ دکوټکې په کلي کي اوسیږي.
مومند: مومند دسړبن په ټولنیز گروپ کې یوه ستره قبیله ده چې دکونړ دولایت په اسد آباد،خاص کونړ،سرکاڼو،نورگل اونرنگ کې اوسیږي.
یوسفزي: یوسفزي هم په کونړ کې هستوگنه لري او یو لوۍ پښتون ټبر دی.
بزرگخېل: بزرگخېل یوهلویه قبیله ده چې دکونړ په نرنگونو لکه بر نرنگ،کوډو،کړه ماراو په یوه روایت سره په کوټکي او حکیم آباد(کولي گرام) او دڅوکۍ په کلماني ګې هستوگنه لري.
ساپې:(صافي) دزیاتره تاریخي اسنادو له مخې د ساپي قوم چې په کونړ کې مېشت دي یو لوۍ قوم شمېرل کیږي چې په لومړۍ سر کې د غوړې مرِۍ څخه سره کمر ته رالېږدېدلي دي او بیا له دې ځایه د شونکړۍ له غاښې کونړ ته اوښتلي لومړۍ یې بهر آباد او بیایې له مجبوریته د کونړ سین ښکته او پورته برخوته د هغو ځایونو دقومي قدرت په وجه نفوذ نه دی کړی له سین څخه دېوگل ته راغلي او هلته استوگن شو او په دې پلار دره کې یې لوۍ مرکزیت پیدا کړ اوبیا د مزار درې،باډېل درې او دپېچدرې له سرونو څخه د درو دخولو پورې را خپاره شول.
۱۷-سادات په کونړ کې زیات شمېر د سیّدانو کورنۍ موجودې دي،د دې سیدانو عمومي لوۍ کلی پشات(پشت) دی چې سیّد محمود پاچا هم دلته اوسېده،په دې برسېره د کونړ په ځینو نورو سیمو لکه مزار دره، شال،بر نرنگ،شین کوړک،دو شاخېلو،یارگل،خاص کونړ،کوز نرنگ او نورو ځایونو کې هم د سیّدانو (پاچاهانو)کورنۍ مو جودې دي.
۱۸-موسی خېل هم په کونړ کې اوسېږي
د وګړو شمیر
کونړ دافغانستان د پر نفوسو ولا یاتو څخه دی او تقریباً ۵۰۰،۰۰۰ اوسیدونکي لري،چې اکثره یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي.دکونړ ۹۵٪ په سلنه کې پښتانه او نور ۵٪ نورستانیان او پشه یان دي
استحکامي کلا ګانې
دکونړاوسیدونکي دخپلو مېشته کېدوله وخته راهیسې لکه د هېواد دنورو قومونو او قبیلوغوندې همېشه په دې فکر کې وو،چې دسیمې په یوه داسې محل یا ځاي کې دخپلې هستوګنې دپاره کلي اوکلاوې آبادې کړي چې دجغرافیوي موقعیت له مخې باید د لاندنیو مشخصاتو درلودونکي وي:
دسیمې په هسې یو محل کې واقع وي چې په شاوخواسیمو باندې دیوې حاکمې نقطې حیثیت ولري.
داستحکامي پوخوالي له مخې پوره طبیعي عوارض درلودل،یعنې په جګو غونډیو او ځایونو پرتې وي او په ډېر محدود جنګي قدرت یې دفاع کېدله او دپردیو حملې پرې دومره موثرې تمامې نه شي.
معمولاً دکلاګانو موقعیت دڅلورو لارو، درې لارو دتلاقي په نقطو کې او یا دعمومي لارو پر سر وي.
داوبو رسولومنابع لکه رودونه او چینې ورته نژدې وي اویا په دننه کې هم داوبو دغه منابع ولرلاي شي.
دهغو دودانولو په چارو کې تر ممکنه حده پورې دساختماني موادو اکمال ډېرې ستونزې ونه لري که دکونړدپخوانیوکلاگانو جوړخت ته ړکتل شي تر ډېره حده پورې دجغرافیایي موقعیت په اعتبار پکې پورتني بېلگې په نظر کې نیول شوي دي.
دچغان غونډۍ
دچغان غونډۍ کلا چې معمولاً ورته دچغان غونډۍ وایي له پخوا زمانې نه تر اوسه پورې دیوې کلکې دفاعي کلا،دکشف او ترصد دپاره ډېر مناسب محل گڼل کیږي چې شاوخوا سیمې ترې په ډېرې آسانۍ سره تر کنترول لاندې نیول کېداۍ شي.دچغان غونډۍ داسمار او پېچ د درې او دکونړ دښکتتنۍ برخې دتلاقي او دلوۍ سین او پېچ سین دیو ځاۍ کېدو په برخه کې موقعیت لري.
دچغان غونډۍ دلاندې چې یو وخت دنیسا ښار موقعیت درلود او یا ننگرښار هم دلته پروت ۇ دلا وضاحت لپاره دغه غونډۍ ددمکلي مخامخ دکرهالې شمال شرق خواته دغره دلمنې په یوه جگه غونډۍ جوړه شوې ده.دا کلا او محل هغه وخت په چغان غونډي ونومول شوه چې دلته په دې سیمه کې دجغانیانو حکمراني وه،او دچنگېز داولادې دچغتایانو په وخت کې د دې ځاي دتسمیې دوجه په نسبت، دومره مستنده نه ښکاري اوامکان لري چې په چغسراۍ د دمکلي اړول به د جغتایانو په وخت صورت موندلی وي نه د چغان غونډۍ،ځکه چغانیان له جغتایانو څخه بل څوک وو
دکلوم کلا
دکلوم کلا چې دکولم،کالم،کلم او دقلوم په نوم هم یاده شوې ده دمرکزي نورستان د پېچ درې په وروستۍ برخه کې پوشال،رمگل او مندوگل ته نژدې په ناجل کې دغره په جگه څوکه باندې له تیږو څخه جوړه شوې ده چې ډېره محکمه کلا ده.په تاریخي اسنادو کې چې د دې کلا څخه یادونه شوې ده هغه دامیر نیمور او دامیر عبدالرحمن د هغو لښکر کشیو د واقعاتو بیان دی چې به نورستان یې کړي دي.گوډ تیمور کله چې د کتور په درو کې لښکر کشي وکړه او هغه کلا یې له ډېره ستونزو اوقر بنیو ورکولو وروسته فتح کړه نو دخپلې فتحې په یاد یې هلته یو یادگار پرېښود دغه یادگار دکلوم دکتیبې به نوم یادیږي.
دپیار کلا
دپیار کلا چې د لویدیز نورستان ژونیا ته نژدې یې موقعیت درلود د کتور دنورستانیانو دپخو کلاگانو څخه یوه کلا ده چې دهغې دتسخیرولو واقعه داسې بیان شوې ده، "کله چې دامیر عبدالرحمن خان په دوره کې په کونړ کې دپوځي سوقیاتو په ترڅ کې سپهسالار غلام حیدرخان ته امر وشو چې نورستان ونیسي نو دلغمان حاکم اولیاقل چې دپیار دخلکو په تنبیه کولو اخته ۇ دجگړې نیت وکړ.د سراج التواریخ په قول په ۳۲ دقیقو(دسرعت عمل څخه مراد دی) په موده کې یې د کافرانو قوت مات کړاو ځینو یې غرونو ته پناه یووړله اوله دې جملې څخه ۱۸۰ تنه چې دپیار په کلا کې یې ځاۍ نیولی ۇ کلا بند کړل، دوه شپې او ورځې کلا محاصره وه او کله چې ورته د اولیاقل په امر اور واچول شو وسوزول شوه او کلا ونیول شوه."
دکټار کلا
دا کلا دکتر کلا په نوم چې د کتر یا کتور دقبیلې پورې مربوط د یوې کورنۍ ځاۍ ۇ او بل تاریخي نوم یې (پړیچ ورن دیش) دی او په بر چغسراۍ کې یوه ډېره ټینگه او لوړه کلا وه،چې دشامیر کوټ شمال لویدیځ خوا ته دیوه غره په لمن کې کې تر کتر (کتور) او گمبیر راښکته موقعیت لري.زموږ دپخوانیو خلکو له خولې چې نقل یې کاوه ،ددغه کلا خلک ډېر سخت کافران وو ډېر سنگدله اوبېرحمه خلک وو کله چې دهغوۍ دمسلمان کولو په مقصد لښکر وسو په دې لښکر کې د نرنگ خلک هم شامل وو، خو د کلاد کافرانو لخوا دډېر سخت مقاومت سره مخامخ شول او هېچا نه شو کولاۍ چې کلا ته ور وخېژي، دا ځکه چې هغوۍ پرې له پاسه تیگې راکولولې تر څو چې په یوه ډول جنگي تکتک سره وروختل او کلا ته یې اور واچوه او دا چې د کلا په ساختمان کې زیاتره لرگي کارول شوي وو نوکلا په آسانۍ سره اور واخیست او دکټار کافران غرونو ته وختل.دمخه وویل شو چې دوۍ ډېر سخت زړي کافران وو نو د دوۍ دمظالمو او کلک زړیتوب کیسې زموږ د پخوانیو خلکو په کلتور او ورځنۍ محاوره کې تر ننه مروج پاتې دي، دمثال په توگه که څوک په چا ډېر ظلم وکړي کوم چې دهېڅ عاطفې نښه بکې نه وي نو ویل کېږي<< داسې کار د کټار کافر هم نه کوي>>، او یا دمخاطب په شکل ویل کېږي<< څه دکټار کافر خو نه یې>>،او یا که جېرته کومه غوا دشیدو ورکولو ته نه ودرېږي نو ویل کېږي<< دغه غوا کټاره ده
کونړ د تاریخ په وږدو کې
د کونړ ولايت د لوى افغانستان له لرغونو ولايتونو څخه دى، چې ډېرې طبيعي شتمنۍ، څپاند سيندونه او هسک هسک غرونه لري، چې په ځنګلونو پوښل شوي دي
کونړ د افغانستان په تاريخ کې ډېر وياړونه لري، د بېلګې په توګه مقدوني سکندر ته په هېواد او اسلام مئينو کونړيانو په اسمار کې نه هېرېدونکې او تاريخي ماتې ورکړه. دغه راز د اتلسمې پېړۍ په پاى او د نولسمې پېړۍ په پيل کې کونړيانو د انګرېزي ښکېلاکګرو پر وړاندې عملي مبارزې کړي. د کونړ باتورو مجاهدينو تل په کوزه پښتونخوا کې هم په دغه ښکېلاکګرو يرغلونه کړي دي، چې په مقابل کې يې انګرېزي ښکېلاکګر هم په کرار نه وو ناست، تل يې د کونړ د قامي مشرانو د ځپلو او له منځه وړلو په منظور د خپلو جاسوسي شبکو په وسيله رنګ رنګ دسيسې او توطيې په کار اچولې او عملي کولې.
د تاريخي کره معلوماتو له مخې کونړى علامه سيد جمال الدين افغان ددغه افغان دښمنو د ناولو نيتونو او زوراونو له امله خپل پلرنى ټاټوبى پرېښودلو ته اړ شو. علامه سيد جمال الدين افغان د افغانستان هغه ځلانده څېره ده، چې ټوله اسلامي او انساني نړۍ يې په نوم وياړ کوي، ځکه علامه سيد جمال الدين افغان د اسلامي امت د نجات او يووالي لپاره عملي پلانونه ترلاس لاندې لرل. علامه افغان تل هڅه کوله، چې ټول اسلامي امت يو موټى کړي، علامه د بهرنيو او کورنيو ښکېلاکګرو او مستبيدينو په وړاندې تل په افغاني او اسلامي جرات ولاړ و.کونړيان له وطن، اسلام او خپلواکۍ سره زياته مينه لري، تل يې د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ د مبارزې او جګړې ډګر ته لومړى وردانګلي، چې غوره بېلګه يې پر 1357ل کال د غوايي د وسله وال پاڅون څخه څو مياشتې وروسته د واکمن رژيم په ضد د کونړيانو لومړنى پاڅون او مقاومت و، چې پر 1357ل کال د چنګاښ په مياشت کې لومړى په شيګل او بيا د پېچ په دره کې پيل شو
په کونړ کې که څه هم مختلف توکمونه لکه: مومند، ماموند، سالارزي، ساپي، مشواڼي، کوهستاني، ګوجر او داسې نور اوسېږي، خو دې وروڼو قامونو تل د تاريخ په اوږدو کې د ورورولۍ ګډ ژوند کړى دى او د هېواد او اسلام د دښمنانو پر ضد په ګډ سنګر کې جنګېدلي دي. کونړيان په پښتني دودونو مئين دي، پښتو او پښتونولۍ يې په وينو او رګونو کې ځاى نيولى دى. که څه هم کونړيانو په هر مهال د هېواد لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي، چې په افغانستان کې حاکمو رژيمونو هېڅکله هم د کونړ ولايت د ابادۍ او پرمختګ او د کونړيانو د سوکالۍ لپاره هېڅ ډول اغېزمن کارونه سرته نه دي رسولي، بلکې کونړيان يې ځپلي او په ډله ييزه او انفرادي توګه وژلي او په شهادت رسولي دي، چې د 1358م کال د وري د 31 نېټې د کونړ ولايت د اسداباد پورې تړلى د کرالې د بې ګناه خلکو په شهادت رسول يې ښکاره بېلګه ده.
د کونړ ځنګلونه د ټول افغانستان د ځنګلونو په سلو کې (72) برخه جوړوي، چې په دې وروستيو کې دغه ځنګلونه د ځنګلونو د مافيا او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او ابادۍ د دښمنانو له خوا په ډېره ظالمانه او بې رحمانه توګه غوڅ او بهرنيو هېوادونو ته قاچاق شول، چې د ځنګلونو د خرڅلاو په سلو کې يو هم د کونړ او کونړيانو په ګټه نه دى لګول شوى.
کونړ پر ځنګلونو سربېره ډېر زيات کانونه او آن يورانيم لري، چې ټولې طبيعي زيرمې هم په افغانستان باندې د مسلطې مافيا له خوا په غېر فني توګه وېستل کېږي او له هېواد څخه بهر ته قاچاق او پلورل کېږي. دغه راز د کونړ سيند هم په افغانستان او سيمه کې ډېر شهرت لري، که د کونړ د سيند له اوبو څخه د ځمکو د خړوب او برېښنا د بندونو لپاره ګټه واخيستل شي، داسې لوى او باارزښته ګټور بندونه پرې جوړېداى شي، چې سارى به يې په سيمه کې نه وي.
د پورتنيو لنډو يادونو څخه موخه دا ده، چې کونړ ډېرې زياتې طبيعي شتمنۍ او زيرمې لري، که پاملرنه ورته وشي نو د يوې خوا به وزګار کونړيانو ته کار پيدا شي، له بلې خوا به کونړ اباد شي او ټول افغانستان ته به يې ګټه ورسېږي.
د چارو د سرته رسولو لپاره لانديني ټکي اړين برېښي:
الف: د کونړ په سيند د برېښنا د بندونو جوړول او په ځانګړې توګه د ارواښاد داود خان د واکمنۍ د وخت د اسمار د سور طاق د برېښنا د پروژې عملي کول، چې پر 1358ل کال يې په عملي کولو پيل کېده، چې له بده مرغه د 1357ل کال د غويي د بدلون له امله يې عملي بڼه غوره نه کړه.
ب: د کونړ د سمسورتيا او د کونړ له ځنګلونو څخه د اغېزمنې او پرځاى ګټې اخيستنې لپاره د ارواښاد داود خان د مهال د کونړ د پراختيا د پروژې بيا فعالول.
ج: د کونړ د لرګيو د اغېزمنې ګټې اخيستلو په منظور د څوکۍ په ولسوالۍ کې د کاغذ جوړولو د فابريکې، چې ماشينونه او نور وسايل يې پر 1992ع کال کې د تش په نامه اسلامي تنظيمونو له خوا د نورو ملي شتمنيو په څېر لوټ او تالا شوي او ودانۍ يې زورورو لاندې کړي، بيا ژوندي کول.
د: څرنګه چې د کونړ سيند هر کال په زرګونه جريبه ځمکې ته زيان رسوي، ددې زيان د مخنيوي لپاره اړينه ده، چې د کونړ سيند دواړو لورو ته استنادي دېوالونه جوړ شي.
هی: څرنګه چې د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې په ټول افغانستان کې د متوازن لګښت تاکيد شوى، ددې لپاره چې د اساسي قانون دغه ماده په ښه توګه پلى او عملي شي، وړانديز دى چې په کونړ کې دې د مسلکي لوړو زده کړو عالي مؤسسې او پوهنتون جوړ شي، ترڅو د کونړيانو بچي هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د لوړو زده کړو برخمن شي.
په پاى کې د کونړ ولايت او د افغانستان واکمنو پاملرنه د پورتنيو وړانديزونو پلي کولو ته راګرځوو او په کونړيانو غږ کوم، چې حق اخيستل کېږي، بښل کېږي نه! نو تاسو هم هوښيار او رابېدار شئ او د خپلو روا حقوقو ټينګه او پرله پسې غوښتنه وکړئ
د کونړ ازاده سينده! مست خراب يې
ناپاياب لکه زما د زړه درياب يې
نه دمه کړې، نه درېږې، نه ارام کړې
نه دې شاته، نه دې خوا ته نظر پام کړې
هى بهېږې شور ماشور کړې تر ابده
ماوار د دې دنيا له ښه او بده
هى روان يې درومې درومې تل تر تله
ابدي سندرې وايې خوږه خپله
اې زما د زړه دريابه ناارامه!
د ابد په لوري درومې بې انجامه
هى روان يې ته څپې... څپې داستان يې
هم دنن،هم د پرون د هر زمان يې
بهاو الدين مجروح