څلوریزه
ستا په یو نظرکاته *** ډیر پری وزوریدم زه
ستا هیڅ څه هم کم نشو *** ما دلاسه ورکړو زړه
غزل
ته خو یو ګل یی د اغزو په مینځ کی
ته خو کاکل یی د ویښتو په منځ کی
*****
ته ښایسته ګل یی چی مثال دی نشته
نشته مثال دی معشقو په منځ کی
*****
زه دی ستی کړمه په اور د هجر
د اور لمبه یی د لمبو په منځ کی
*****
ټوله نړی په تا رنګینه ښکاری
د ګلاب ګل یی د باغچو په منځ کی
*****
یوه وعده دی هم ریښتینی نه وه
جفا دی وکړه د وعدو په منځ کی
*****
دا هاشمی په تا نازیږی هر وخت
د بڼ بلبل یی د بڼو په منځ کی
غزل
د محبوب سره می مینه خدایی ده *** پاکه مینه می بی حده واقعی ده
غټ ارمان زما په ژوند کی ښکلی یار دی *** پدی لاره کی می هڅه نهایی ده
د هر څه نه راته خوږ د یار وصال دی *** له دوزخه راته سخته جدایی ده
ښکلی یار می په خوبانو کی سردار دی *** ور بښلی خدای بی حده زیبایی ده
سپین رخسار یی لکه لمر په شان شغلی کا *** چی د زړه دنیا زما پری رڼایی ده
په جګ والی ورته لمروو خجالت دی *** په رفتار کی لکه ځرکه صحرایی ده
هر یو ناز کی له دنیا ځینی بی نیاز کړم *** فقط یار پسی می شپه ورځ سودایی ده
سری میګونی شونډی څنګه کړمه هیری *** شکر لبه د یاقوت سره یی سیالی ده
چی د زلفو جال کی ګیر شم سر تر پایه *** پدی قید کی می مطلقه خوشحالی ده
د اشنا د زیبایی به زه څه وایم *** د خالق په ربوبیت می ګواهی ده
هاشمی چی د هجران په اور سوزیږی *** دغه هم د غمازانو غمازی ده
غزل
څه به ژوند څه یی مزه چی دلبر نه وی *** لکه شپه هسی د وریځی قمر نه وی
مو جودات د ځمکی څنګه به نمو کړی *** چی روښانه ښکلی وړانګی د لمر نه وی
قتلمی که دی پخکړی وی بی مالګی *** پری خوږ شوی به د هیچا ځیګر نه و ی
چی ځای و نیوه په زړه کی یوی مینی *** د عاشق په نورو ښکلو نظر نه وی
چی د زړه غوښی یی ویلی هجران نکړی *** په وصال کی یی هیڅ نوع ثمر نه وی
زړه می تور دی د دنیا د کارو باره *** څو لیدلی می اشنا په بصر نه وی
چی قوی وی غمازان په عاشقی کی *** نو په مینه کی به یی څنګه خطر نه وی
خوشحالی به د عاشق څنګه نصیب شی *** په مدار چی د محبوب یی ګذر نه وی
هر مئین چی د هجران په اور سوزیږی *** په هغه باندی عذاب د حشر نه وی
هاشمی ته چی جدا له یاره ګرځی *** د جنون به درکی ولی اثر نه وی
سید مصطفی هاشمی غزل
زه می د خیال په خوب ویده وم چی لیلا راغله
ماته د خیال په تصور کی با وفا راغله
***
حال د زړګی یی را ډالی کړو ماته
د حیا ډکه پښتنه وه په حیا راغله
***
له مینی ډکه وه د ستوری په شان وځلیده
هم د زحل غوندی روښانه وه بیګا راغله
***
جامی د حسن یی اغوستی وی حسینه وه دا
د جنت حوره وه د پاسه په هوا راغله
***
آه چی رنګینه په رنګینو کی وه
په رنګینو کی پټه پټه په خندا راغله
***
نور او رڼایی د ښکلا په اننګو کی خندل
دا چی د مینی په رودونو کی رسوا راغله
***
هو به یی وکړل نور به خیال کی شوله ډوبه بیرته
دهاشمی غریبی مینی ته فدا راغله
عزت الله ځواب غزل
وس چی ته نه یی ماته هر مازدیګر *ستا د یادونو تلاوت پکار دی
هسی مونځ نه کوی روژی نه نیسی * د ملا حوری او جنت پکار دی
دلته به ژبه تړی شونډی ګنډی * که وایی سر می سلامت پکار دی
دا چی په دومره غم کی هم خاندی * د بلا خوله کی هم همت پکار دی
د مشر زوړ فکر مو ندی پکار * د مشر قدر او عزت پکار دی
چی سترګی ټیټی کړی نو ډیر خوند کوی * ښکلی می هر وخت ملامت پکار دی
دا خولګی هسی درنه نه غواړمه *زما د اوښکو څه قیمت پکار دی
چاته یی تشه مسکا هم ډیره وی * د چا د سرو شونډو شربت پکار دی
ما چی زړه درکړو نو تا څه پری وکړل * بیرته می هغه امانت پکار دی
سینه به ښه درسره و جنګومه * هسی په سترګو کی می ست پکار دی