غوره معلومات
مطبعه دلومړی څل لپاره په ١٨٧٠ کال افغانستان ته راوړل شو٠
راډیو افغانستان ته د ړومبي ځل لپاره په ١٣٠٥ کال راغله ٠
تلویزیون د لومړی څل لپاره په افغانستان کې په ١٣٥٦ کال پر خپرونو پیل وکړ٠
ټیلفون افغانستان ته د لومړي څل لپاره په ١٨٩٩ کال کې راغی٠
سینما افغانستان ته په ١٩٠٤ کال د امیر حبیب الله خان پر وخت د هند لخوا ډالۍ شوه٠
د نړۍ تر ټولو لومړنۍ ودانۍ مکه معظمه ده.
د کعبې شريفي په جوړښت لس ميليارده رياله لګښت راغلی .
د نړۍ نقشه د لومړي ځل لپاره الادريس جوړه کړه.
د انسان د بدن انرژي که په بريښنا بدله شي نو کولي شي دوي دقيقي 60 ولټه
ګروپ ولګوي.
د انسان د مړينې وروسته د هغه زړه د شلو دقيقو لپاره ژوندی وي.
انسان په کال کې 90 لکه ځله سترکي رپوي نو له دي مخي هر انسان په کال
کې 1200 مياه واټن وهي.
راډيو د لومړي ځل لپاره په 1873 ږ کال کې د جميز انګريز له خوا جوړه شوه.
په وچ کاغذ کې په سلو کې لس سلنه اوبه وي.
ټلويزيون د لومړي ځل لپاره په 1921 ږ کال کې امريکايې ساينسپوه (بيريد) اختراع
کړ
غوره معلومات دوهمه برخه !
په قرانکريم کې د ساينس په اړه 756 ايتونه راغلې دي.
کعبه شريفه له ځمکې 9 ګزه لوړه ده.
کعبه شريفه هر کال دوه ځلې مينځل کيږي .
صابون حضرت صالح (ع) جوړ کړ.
زيتون لومړنۍ ونه ده چې نوح (ع) د ټوپان وروسته راوغوړيده.
له بيرغ څخه استفاده د محمد (ص) له وخته راپيل شوي ده.
هجري کال د لومړي ځل لپاره حضرت عمر وکاراوه.
يو انسان خپل د عمر په اوږدو کې سل کاله خوب کوي.
د انسان د مړينې وروسته د هغه غوږونه له يوه ساعت لپاره ژوندي وي.
يخچال په 1850 زيږديز کال کې د امريکا په متحد ايلاتونو کې الکساندر ټوننګ جوړ کړ.
سپوږمۍ د يوه کال په اوږدو کې 13 ځله پر ځمکه څرخې.
لمر په يوه ثانيه کې څلور ميليونه ټنه هايدروجن سوځوي.
په فرانسه کې هر کال 15000 ټنه ژاولې ژول کيږ ې.
د نړۍ تر ټولو ستره ونه د امريکا په نشنل پارک ده چې په اورلګيت بدله شي د نړۍ ټولو وګړو ته به يو يو ورورسيږې.
په مصر کې يو ګرځنده جومات دی چې په يوه بيړۍ کې جوړ شوی دی.
د نړۍ تر ټولو ستر ځنګل په سايبريا کې دی.
د نړۍ تر ټولو ستر روغتون په امريکا کې دی.
د لومړي ځل لپاره لومړنۍ بانک په ايټاليا کې پرانيستل شو.
د نړۍ تر ټولو ستر موزيم (برټش ) موزيم دی.
د انسان زړه د ورځې له 1000 څخه تر 1500 ګيلنو پورې وينه پمپوي.
حافظه اوتفکر:
حافظه :د عقل او پوهې لپاره د عنصرونو دبرابرولو دنده لرې او،
تفکربېا دتخېل ، استدلال او قضاوت دنده سرته رسوې .
دالاندې فورمول په ځېر سره په نظرکې ونېسې:
ټول خلګ د حافظې اوتفکر درلودونکې دې
حافظه اوتفکر د مغز تابع دې
مغز لکه د بدن نور غړې و تمرېن ته ضرورت لرې
د مغز د عملې کولو ښه تخنېک = ښه او پېاوړې حافظه درلودل
حافظه اوتفکر په خپلو کې نه بېلېدونکې اړېکې لرې.دېوه سړې د ښه ژوند او پر مختګ عمده عامل
د هغه په حافظې پورې اړه لرې.د ښې حافظې خاوند د ښه استدلال ، منطق اوفورې جواب
ورکولو خاوند وې.
ښه حافظه درلودل ارثې خواص ندې ، بلکه هر سړې کولاې سې د ښې حافظې خاوند سې . دا
کار ېوازې په تمرېن پورې اړه لرې دحافظې د تمرېن لارې دادې :
د لوستل سوې درس بېا تکرارول په لوړ اواز سره
په درس وېلو کې د مهمو ټکو نښانې کول او د هغو ېاداښت کول
تر وېده کېدو دمخه د وېل سوو درسونو تکرارول
په هره برخه کې د ماشوم تشوېقول
د مغزو د ساتلوشراېط:
وېنو ته د پوره اکسېجنو رسول
په کافې او ارام ډول وېده کېدل
د سګرېټو او چلم نه څکول ېا په هغه ځاې کې چې دود نه وې ژوند کول
د نشېې توکو څخه پرهېز کول
ایسکانیوز -
قاچاق وړونکی کوتری! قاچاق وړنکی کوتری چه د مخدره توکو
،او موبایل تیلیفونونو په وړلو او راوړلو که یی لأس وا د برازیل
دیوه سیمیز زندان د ساتونکیو لیخوا وانیول
د تبت په يوه سيمه کې يوه قبيله ژوند کوي چې د ميلمنو په
وړاندي خپلې ژبې په پړو تړي دا خلک ځکه دا کار کوي چې له
شيمات ( غيبت ) څخه ځانونه وژغوري.
په شمالي امريکا کې د ښيښو په ډول ماران شته که انسان
لاس وروړي د ښيښي په ډول تويږي.
د ميوند غزا په 1880 زيږديز کال د کندهار په ميوند ولسوالۍ
کې پيښه شوه.
د افغانستان لومړنی اخبار شمس التهار کابل نوميده.
سينما افغانتسان ته د لومړي ځل لپاره په 1899 ز کال د امير
حبيب الله خان پر وخت د هند له خوا ډالۍ شوه.
له اسلان نه وړاندي افغانستان 17 حکومتونه درلودل چې
ټولو ځانونو ته شاهان ويل.
په ملايا کې يوه ښځه اوسيږي چې د خولې پر ځای په پوزه
توله وهې.
د مراکش يوه پاچا اسماعيل 888 زامن او 540 سپاهيان
درلودل چې ټول يې خپل زامن وه.
مشهور ساينس پوه (ټامس ايډسن ) ورځپاڼه پلورونکی ؤ .
د نړۍ تر ټولو سره زر په سولي افريقا کې دي .
د نړۍ تر ټولو زيات ښونځې په شيکاګو کې دي.
په نړۍ کې 8600 ډوله مرغان دي.
نور محمد ترکې بزګر ؤ .
سردار محمد داوود خان د لومړي بريدمن امام الدين لخوا
وويښتل شو.
حضرت ادم (ع) د لومړي ځل لپاره په مکه معظمه کې
عبادت وکړ.
ملايکو د لومړي ځل لپاره مکه معظمه ودانه کړه.
کعبه شريفه ټول نهه منارې لري.
محمد (ص) د خپل عمر په اوږدو کې يو ځل حج کړی دي.
لومړنۍ ښځه چې پر محمد (ص) يې ايمان راوړ خديجه
الکبري (رض) وه.
څوکۍ د لومړي ځل لپاره فرعون جوړه کړه.
حضرت امام بن حسن (رح) په 7 ورځو کې قران کريم حفظ
کړ.
يو انسان د خپل عمر په اوږدو کې نږدې يو لک پيالي چای
څښي.
د ناينو مغز تر ښځو زيات دی.
د انسان سکليټ له 206 هډکو جوړ شوی دی.
هر منځنی انسان په کال کې يو ټن خواراک کوي.
زهرې ته د ځمکې خور وايې
خرما
كله ناكلهله يو څيز
سره د انسان ډېر سروكار او عادت معرفت پټوي، كله د يو څيزاصل ته د انسانپاملرنه نه وي، پدې اند وي چې په هرڅه يې خبر دى، خو كله يې چې وڅېړي اوژور فكرپرې وكړي، خپلو نيمګړتياوو ته متوجه شي! د پورتنۍ وينا تصديق زياتره پر خورماكيږي، هغه دا چې موږ يې اصل نه پيژنو ځكه چې موږ ډېر سروكار ورسره لرواو ګومانكووچې پرهرڅه يې پوهيږو! كجوره د خورما د ونې ميوه ده تر پخېدو مخكې پر يوشمېر پړاوونو تېرېږي، چې ړومبي ته يې (الطلح) يا Spadix وايې، ورپسې د (الخلال) پړاو ته رسي، بيا (البلح) يا Unripe ناپخه بلل كېږي، وروسته د (البلح) پړاو تهننوزي او له (الرطب) يا Wet مرحلې وروسته د (التمر) د مرحلې په رسېدو سره پخهخورمابلل كيږي.
خورما او تاريخ:
د فراعنهوو ( د مصر پخوانيو پاچاهانو) د قبرونو كيندنې څرګنده كړې ده چې خورماهغه وخت همډېر قدر درلود آن تردې چې دوى به د خپلو معابدو پر ديوالونو د خورمانقشونهاورسمونه كښل، او د خورما د ټولو ډولنو ستاينه به يې كوله، او د قبطيانود رهبانوپه زياتره خانقاوو كې د خورما په اړه زيات شمېر ليكنې راغلې دي چې درهبانو اوقساوسه وو په نزد يې مهم خواړه بللي دي.
خورماپهقرآن او احاديثو كې
قرآن كريم د (النخل) او (النخيل - د خورماونې) لفظ شل ځله ذكر كړى: د ياسين سورت۳۴ايت، د النحل سورت۱۱ايت، د الرعد سورت۴ايت، د مريم۲۵-۲۶ايتونه، قرآن كريم يې يادونه بابيزه نده كړې، بلكې پدې موخهيېيادونه كړې چې خورما زياتې روغتيايي ګټې لري. په سنتو او احاديثو كې هم د خروماستاينه او يادونه شوې: نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي: (كله چې يولهتاسې څخه روژهماتوي، پرخورما يې د ماته كړي، كه نه وي د اوبو پوسيله د ماته كړي ځكهچې اوبهپاكوالى دى). بل ځاى يې داسې مهرباني كړې: ( هغه كور چې خورما پكې نهوي، غړي يېوږي دي
دخورماډولونه
د عربوپخوانيو اطباوو د خورما په هكله ويلي: خورما ډېر ډولونه لري چې ترپنځوسو انواعواوړي، ترټولو بهتره خورما عراقي نرم زړې خورما ده چې مغز يې زيات وي،خوږه او پخهوي، كله چې وژوول شي لكه ژاولې داسې نرمه وي، او زياتره په وچو ګرموهېوادونو كېپيدا كېږي چې زيات ريګ ولري لكه مدينه منوره، عراق، او د مصرشاوخوا
دخورما تركيب او جوړښت
د خورما په جوړښت كېسكري ماده ډېر رول لري، چې تر۷%پوې رسي، چې له دې جملې څخه د انګورو شكر، د ميوېشكر، او د قصب شكر دي، خورما لوى غذايي ارزښت لري، اګر چې ويټامين (ج) نلري، خوزيات شمېر مهم معادن لري لكه پوتاشيوم Potassium، كلسيم ،Magnesia، فسفور Phosphorus . خورما يو شمېر ويټامين هم لري لكه ويټامين A ، ويټامين B2 او پروټينهم لري.
دخورما غذايي ارزښت
يومتخصص ډاكتر وايي: )خورما- هغه سارايي ښه خواړه – د سارا ميشته خلكوغوره خواړه دي،چې دوى ته يې لازيات قوت، شرف، د قد او قامت اوږوالى، او د ناروغيو پهوړاندېمقاومت وربښلى، ځكه چې خورما يو هكامله غداده، خورما لوى غذايي ارزښتلري، چې لهغوښې څخه كم نه دى، د غوښې ځانګړتياوې خورما هم لري، او زيات خوراك يېزيان هم نلرياو د ځينو ناروغيو درمل هم كېداى شي.
د بدنپهروغتيا كې د خورما اثر
خورما يو لړ پروټين لري چې د انسان د جسم پهجوړښت كې ونډه اخلي، خورما د جسم حجرې جوړوي او زړې حجرې تجديدوي، لكهڅنګه چې پهلوړه كچه سكريات هم لري، چې زياتره يې د انګورو شكر، د ميوې شكردي چې پهچټكتيا سرهنمايندګي كوي، ډېر هضم او پيچليو كيمياوي ګړنو ته اړتيا نلري لكه څنګهيې چېروغنيات او نشويات لري، نو پدې اساس خورما بهترينه غذا ده چې جسم تهطاقت وركوي، چېد فعال جسد په حجرو كې يې وويشي. خورما ځينې مهم معادن هم لري، چې د انسان پهجسم كې پركيمياوي كړنو پورې اړه او اهميت لري، د بېلګې په توګه،فسفورPhosphorous،چې 100g خورما 400 ميليګرامه فسفور لري، پداسې حال كې چې هره بله ميوه۱۰۰ګرامه له۲۰ميليګرامه زيات فسفور نلري، او فسفور د هډوكيو او غاښونو په تركيب كېمهم روللري، او د انسان په دماغ كې د الحجيرات النبيلة غذا ده چې د تناسل اوتفكير حجرېدي. لكه څنګه چې د كبانو په غوړو او كوچو كې ويټامين A شته خورما يې هم پههماغه اندازه لري، او د سترګو د رطوبت او ليدو لپاره ګټور دي، بصرياعصاب قوي كوي،په نمو كې مرسته كوي، او سترګو ته وړتيا وركوي چې په شپه او ورځ كې يېليد زيات شي، او جلد وچوالي ته نه پرېږدي، په ځانګړې توګه هغو زيات عمره خلكو ته چېد سترګو لهكم ليد او ناسم اورېدو څخه سرټكوي، خورما خورا ډېره ګټوره ده. خورماكوچنيوماشومانو ته ډېره ګټوره ده په ځانګړې توګه ددوى د جسم او هډوكيو پهجوړښت كې ځكه چېخورما زياته اندازه فسفور لري، چې د هډوكيو په طبيعي جوړښت او نمو كېګټور دى. خورما دهغو چا لپاره چې ډېر تشويش لري او همېش مشوش وي، ډېره ګټوره ده،تشويشله منځه وړي، او اطمنان او ارامي ور په برخه كوي. او دهغو عصبي مزاج چې دټايرايډ مرغړي يا Thyroid ټيټيدونكي له فعاليت څخه رامنځ ته كېږي، نو لدې كبلهداوصيت دى چې بايد هرغوصه ناك او عصب مزاجه ماشوم ته هرسهار يو څو خورماوركړاى شي،ترڅو يې ارام او خاموش كړي، بلكې هرلوستونكى بايد له سهاره يو څو كجورېله يو ګيلاسشيدو سره وخوري، ترڅو د ورځې په اوږدو كې يې فكر ښه فعاليت وكړي اوخستګي يې رفعشي.
دخورما علاجي او وقايوي اثر
ابن قيم الجوزية وايي: (خورما له هغو زياتره تغذيوي ميوو څخه ده چې ګرماورطوبت لرونكي جوهر لري، لمده خورما خوړل د ګيډې چينجيان وژني ، ځكه چېله حرارت سرهسره ترياقي قوت هم لري، كه لمدو خوړلو ته يې دوام وركړشي د چينجي مادهوچه، كمزورې،كمه او وژني. ډاكتران وايي چې خورما د تشو متيازو د مجرى د اضطراب حالاتوتهډېره ګټوره ده د متيازو مخه نيسي چې په خپل سر ونه وزي، او د هاضمې لهجهاز سرهمرسته كوي. داهم ويل كيږي چې مزمنه ټوخلې او د سينې دردونه غوڅوي او بلغمبيخيله منځه وړي كه لمده وخوړل شي زياتره د غذا او خوړو ځاى نيسي. او قويوينه زياتوياو د ملا (ظهر) دردونه جوړوي، او ضعيفه ګوردې قوي كوي، او كه له شيدوسره پخه شيبلغمي تبه له منځه وړي، فكر او عقل ته پياوړتيا وركوي او له وريجو سرهخوړل يې بدنقوي كوي، او كه يې زړى وسيځل شي د سترګو باڼه راشنه كوي، د سترګو ليدزياتوي او دسترګو تورو ته لانور توروالى هم وركوي.
په خورماروژه ماتولو كې نبوي حكمت
ابن قيم الجوزية فرمايي: ( او پهخورما د نبي صلى الله عليه وسلم روژه ماتولو كې لوى حكمت او پټ راز دى،هغه دا چېروژه معده له خوړو څخه خالي ساتي، ينې ته هېڅ كوم څيز د روژې پرمهال نهورځي، ترڅويې د بدن غړيو ته واستوي، او خواږه څيز تر هرڅه په چټكتيا سره ينې ته ځياو خوښوييې په ځانګړې توګه كه خورما وي، ډېره زر يې جذبوي ګټه ترې اخلي او قوتوربښي). او دلته نبوي حكمت څرګنديږي چې كله پر خواږه څيز روژه پيل او ماته كړاىشي – پهځانګړې توګه پرخورما-، او بيا مسلمان لمانځه ته ولاړ شي، له لمانځهوروسته يې بياډېرې ډوډۍ خوړلو ته اشتيا نه كيږي، دومره غذا خوري څومره يې چې اړتياوي، ددې ډولافطار ګټې په لاندې توګه بيانولى شو: 1. معده د زياتو غوړو خوړو اشتيا نلري،وروسته لدې چې نيږدې اتلس ساعته ارامه او ويده وي، بلكې خپل كار پهتدريجي شكل دنرمې خورما په هضم سره پيلوي، او بيا له نيم ساعت وروسته د خپلې اشتيامناسبه خواړهخوري . 2. ړومبى سر پر خورما افطاركول د روژه نيوونكي لېوالتيا كموي، اوپهعجله خوراك او له نه ژوولو او نه خوند اخيستلو څخه ډډهكوي. 3. په خورما كېشكري (سكري) مواد د نيم ساعت په دوران كې هضميږي، وينه لانوره هم پرمستۍراشي او دجسم خلاياوو ته نشاط او فعاليت وركوي د سرګردانۍ او ستړتيا احساس پهچټكتيا سره له منځه وړي.
امام اعظم رحمته الله
الحمدلله الذی خص الخواص لیتفقهوافی الدین و ینذرو اقومهم اذارجعوا وصلوة والسلام علی من بشرللذی اذا اراد الله به خیرا یفقهه فی الدین . اذا فقهوا وعلی اله واصحابه الذین بلغوا الدین للغائبین کماسمعوا وعلی من تبعهمبا حسان رضی الله عنهم ورضوا عنه....اما بعد ! درنو لوستونکو دغه ستاسو په لاس کې کتاب د امام اعظمابو حنیفه رضی الله عنه د سوانحو یوه وړه غوندی ټولګه ده ـ
هسی خو امام اعظم رضی الله عنه د لمر په څیر ځلنده او روښانه هستیده چې د هغوي په اړه به تر اوسه ښایی په زرګونو کتابونه او مقالې لیکلشوې وي لا به همډیر څه ولیکل شی ـ
په دې لړکې ما هم هڅه کړې چې د امام شافعی رحمة الله علیه و هغېغوښتنې ته ځواب و وایم کومه چې هغوی رحمة الله پخپل شعر کې کړ یوهاو ویلی یی وو .
اعد ذکر نعمان لنا ان ذکره هو المسک ما کررته یتضوع.د نعمان ( ابوحنیفه رضی الله عنه ) یادونه موږ ته څو څو ځله وکړه . ځکه د هغه یادونه مشک دي چې د هغوی په اړولو را اړولو خو شبویی خپریږی .
هو کې ! امام اعظم رضی الله عنه هغه څوک دی چې لوی خدای ﷻ* دهغوي په اړه په قرآنکریم کې خپله رضا اعلان کړې ده . السابقون الاولون من المهاجرین والانصار والذین اتبعواهم باحسانرضی الله عنهمورضواعنه "
امام اعظم رضی الله عنه د ټولو مجتهدینو امامانو له جملې څخه یوازنی تن دي چېد صحابه کرامو په لیدلو او له هغوی څخه په روایت کولو سره د " تابعی "لقب لري ... امام اعظم رضی الله عنه هغه څوک دي چې د هغه په اړه د لویخدایﷻ وروستی پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وامت ته د " رجل منابناءفارس" زیرې ورکړی دی .....
هغوي فرمایلی " که ایمان په ثر یا ( کهکشان کې هم وي نو دفارس له زامنو څخهبه یی یو سړی له هغه ځایه ( د امت لپاره ) را کوز کړي(مسلم)
علامه جلال الدین سیوطی الشافعی رحمه الله وایی چې د همدېحدیث مصداق
امام ابو حنیفه رضی الله عنه دي ..........
د امت نور علماء هم د دې خبری تائید کوي ..........
امام اعظم رضی الله عنه " ما حی سنت دی " ..............
امام باقر رحمه الله د هغه دیوه خواب د تعبیر په توګه ورتهویلي دي
" انت تحی سنت جدی "ته زما د نیکه صلی الله علیه وسلم سنت راژوندی کوې او دا خبره وروسته ثابته هم شوه .........
امام اعظم رضی الله عنه د فقهاوو " معنوی پلار " دی ........
امام شافعی رحمه الله وایی ټول خلک په فقه کې د ابو حنیفهرضی الله عنه " عیالدیباالا خره امام ابو حنیفه رضی الله عنه " امام اعظم " دي چې اکثره فقهاوو دغه د " تر ټولو ستر امام " لقب ورکړی دي
.زه به د پښتو هغه لنډۍ چې وایی!ستاد ښایست ګلونه ډیر دی ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومهو امام اعظم رضی الله عنه ته په ډالۍ کولو سره دومره ووایم چېما پخپل دغه واړه کتاب کې د امام اعظم رضی الله عنه د ژوندانه د بیلا بیلو اړخونویو څو بیلګې د
"مشت نمونه خروار " په توګه په دې نیت او تلوسه راغونډې کړې چېګوندی په لوستلو سره یی لوستونکو ته د امام اعظم رضی الله عنه د ژوندانه دلا ډیرېمطالعې او څیړنې شوق او ذوق پیداشي ..........
اصلا دغه کتاب د " طالبان په افغانستان کې له راشده خلافته تراسلامی امارته " هغه ستر او ضخیم کتاب د لومړی ټوک یوه برخه ده د کوم په څیړنه اولیکنه چې زه له کلو کلو راهیسی بوخت یم .........په دغه ستر کتاب کې چې د اټکل له مخې به څلور ، پنځه پنډ اوضخیم جلدونهولري . تر خپله وسه هر هغه چاته چی د " طالب العلم " په نومنومول شوې ځای ورکړل شوې څوک چې د اسلام د مقدس دین له ظهوره را نیولې بیا داسلام د مقدس دین پر ضد د نړیوال اتیلاف په اورنو کې تر سوځیدلو پوری له " طالبی " سره تړاو لری ............ دا کتاب د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د خادم او د مسجدنبوی د " صفی " له هغه " طالبه " را پیل شوې چې د افغانستان وبلخ ته منسوب او پهتاریخ کې دحضرت سفینه مولې رسول الله صلی الله علیه وسلم په نوم پیژندل کیږی ............... هغه حضرت سفینه رضی الله عنه چې په تاریخ کې د هغه په اړهلیکل شوی چیکله په څنګله کې لاره ورنه ورکیږی او دې د ځنګله و زمریوته ورږغکړي ! ..............زه! د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابی یم ......... لاره رانه ورکه ده .......... ما ته لاره راوښیاست !!! او زمری ............. د رسول الله صلیالله علیه وسلم ودغه خادم او " طالب " و خدمت ته را دانګی او هغه ته لاره ورښیی .............. او بیا دغه کتاب ............ د لیلی د دښتې د هغه " نوم ورکی " طالب " په اړه پای ته رسیږی .... کوم چې د لیلي د د ښتې تر ریګونو لاندې ژوندې او لاستړلې ښخ کړل شوې ..... خو د ده پر ضد د بشریت د تاریخ د تر ټولو ستراتیلاف په لسګونو ، سپوږمکۍ ....... په زرګونو پوځیان ....... په سل ګونو څارګر ....... د " همالیې " لهلمنو بیا د هندوکش او پامیر تر څوکو په لټون بوخت دي ....... پایته رسیږی ........په دې کتاب کې د کابل د هغو دوو وړو غلامانو کیسې هم شته چېپه جګړو کېنیول شوی ..... مسلمانانو له ځان سره بوولی ...... او بیا هغویپه ازاد ولو سره"طالبان" کړی دی ....... بیا په تاریخ کې له یوه څخه د " شام امام " حضرت مکحول الشامیرضی الله عنهجوړ شوی ...... او له بل نه یی په تاریخ کی " د مدینی منوری امام " حضرت نافع مولی ابن عمر رضی الله عنه جوړ شوی دی ....... هغه نافع دی چا په اړه چې د هغوی د بادارانو کور نۍ او د حضرتعمر فاروق رضی الله عنه لمسې حضرت عبیدالله ابن عبدالله ابن عمر رضی الله عنهموایی " لقدمن الله علینا بنافع " ( پر موږ باندې لوی خدای ﷻ د حضرت نافع مولیابن عمر په پېرزوکولو سره احسان کړې دی ) ..... په هغه کتاب کې د هغو ټولو مفسرینو ، محدثینو ، فقهاوو اونومیالیو علماوو سوانحاو د هغوی علمی ، سیاسی او کلتوری پېښې لیکل شوي چې د اسلامځلنده علمی ، کلتوري او سیاسی تاریخ یی په یادونه سره فخر کوي ...... هغوی چې دافغانستان د تاریخ په بیلا بیلو پړاونو کې دلته زوکړي ، لوي شویاو یا هم له همدې ټاټوبې څخه پخپله یاد پلرونو او نیکونو له لارې کو چېدلي او نړۍته یی خپل علمی ،سیاسی او کلتوری خدمتونه وړاندې کړی دي .......په هغه کتاب کې د افغانستان هغه " طالبان " چې د علم ، فقهیاو حدیثو په تر لاسه کولو سره د امام اعظم ابو حنیفه رضی الله عنه ، حضرتعبدالله ابن مبارک ،امام احمد بن حنبل ، امام بخاري ، امام ابوداود ، امام ترمذی اونوروو رحمهمالله ..... په څیر د اسلامی نړۍ د فقهی او حدیثو لمرونه ګرزیدلیدی همشته ...... او په هغه کتاب کی د افغانستان هغه " طالبان " چې دعلم او زهد په تر لاسه کولو سره د فضیل بن عیاض " زاهدالحرمین " ابراهیم بن ادهم ،علی هجویری ، معین الدین چشتی ، مجدد الف ثانی او نور رحمهم الله ....... په څیر د خپل زهد له کبله د نړۍ د تاریخ ستوري بلل شوی دی هم شته ........ په هغه کتاب کې د افغانستان د هغو " طالبانو " یادونه شوې چېپه نړۍ کې د ابنسینا ، الفارابی او ابوریحان البیرونی او نورو رحمهم الله ..... په نومونو د نویساینس او پر مختګ مخکښان بلل شوي دی ...... او د هغو " طالبانو" یادونه همشوې چی د کابل شاه افغانی ، شیرشاه سوری ، حافظ رحمت خان اونورو رحمهم الله ...... په نومونو په نړۍ کې د تورې ، عدل او زړور تیااتلان ګڼل شويدي .... دغه راز هغه کتاب له لومړۍ اسلامی پیړۍ رانیولې بیا تریوو یشتمېمیلادی پیړۍ پوری هغه ټولې علمی ، سیاسی او کلتوری پېښی او پرمختګونه څیړی کوم چې له افغانستان او نړۍ سره تړاو لری ....هغه کتاب په افغانستان کې علمی عروج او زوال د افغانستان سیاسی اوجغرافیوی پر اختیا او ټولېدا ........ همدا راز پر افغانستانباندې بیلا بیل تا ړاکونه ، یر غلونه او اشغالونه څیړی ..... په هغه کتاب کې د علمی مجلسونو خوندونه ، د طالبانو علمی بوختیاوی اودرسونه ..... دغه راز د وینو بویونه ، د تورو شرنګې او د باروتولوخړې او د ژوندانه ترینګلتیاوې هم تر سترګو کېدلاې شي ..... هلته د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د طالبانو علمی " ذوق " او د قربانیو "شوق "څیړل شوی دي ...... هوکې ! که خدای ﷻ کول هغه کتاب به پر خپل وخت ولولو ..... خو دغه په لاس کې کتاب د هغه کتاب یوه وړه برخه او دافغانستان دیوه " طالب " په اړه مطالب پکې را ټول شوي دي . اصلا دغه کتاب د هغه کتاب لهلومړی ټوکه رازیږېدلې او هدف پکې دا دی چې د امام اعظم رضی الله عنه په اړهلیکل شويمطالب لوستونکي تنها د همدوي په نوم ولولي ، ځکه په سترو کتابونوکې د هغويسوانح په پراخه پیمانه او پاشلې توګه را وړل شوي او لوستونکیستړی کوي ـد دې کتاب په اړوند لوستونکی باید څو خبرې په پام کې ولري . لومړې ، دا چې دا کتاب د تاریخ او سیرت پر ډول لیکل شوې علمیڅیړنو او اختلافیمذاهبو ته ډیره پاملرنه نه ده شوېدوهم ، دا چې په دغه کتاب کې به لوستونکی له یو لړ اشارو سرهمخامخ شی دبیلګې په توګه " موږ د فقهې په بحث کې د هغه یادونه کړې " ........ " موږ د حدیثوپه برخه کې هغه ته اشاره کړې " ..... " موږ به په راتلونکي کې پهدې اړه بحث ولرو"...... " د لومړۍ پېړۍ په بحث کې مو اشاره ورته کړې " اوداسی نور ټکی هغهڅهدی چې لوستونکي باید په همدغه په لاس کې کتاب کې د هغه لټونونه کړی ، ځکه دا هم د هغه " ستر " کتاب " طالبان په افغانستان کې لهراشده خلافته تر اسلامی امارته " و بیلا بیلو برخو او مباحثو ته اشاري ديلوستونکي باید ورته متوجهوي . دریم ، دا چې د امام اعظم رضی الله عنه د ژوندانه د بیلا بیلواړخونو په اړه ما پخپل اند جامع خو مختصر څیړنه تر سره کړې ، که د رانه لو ستونکي په دېاړه کومېغلطۍ او نیمګړ تیاوې راته په ګوته کړي نو دا به یی پر ما او زماپر دغو دواړو کتابونو پیرزوینه او لورینه وي .څلورم ، دا چې د پېښو په ترتیب او د حوالو په غلطۍ کې که کومېستونزې ترسترګو شوې نو لوستونکی باید په یاد ولري چې ما هڅه کړې چې د اماماعظمرضی الله عنه د بیلا بیلو سوانح لیکونکو بیلا بیل آثار وګورم اود یوې پېښې په اړه د بیلا بیلو لیکوالانو و څیړنو ته په پیوستون ( تدفق ) ورکولو سرهیو داسی څه ولیکمچې په دې اړه د ټولو نظرونو ته مناسب ځای ورکړل شوي وي . نو کهکومه نیمګړتیا او ناسموالې ولیدل شی دا به زما د دغه " نوښت " نیمګړتیاوی نه دپخوانیو لیکوالانوپه پای کې دلوي خدای ﷻ** له درباره په دې هیله تاسو د کتابو لوستلوته را بولمچې هغه ذات ﷻ موږ ته د دې توفیق راکړي چې په عقیدوی ، علمی اوعملی برخوکې د خپلو ټولو اسلافو رحمهم الله په ځانګړې توګه د امام اعظمرضی الله عنه پر راښو دل شوو لارو ولاړ شو ـ وصلی الله علی خیرخلقه وعلی آله واصحابه ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین .
د امام اعظم رحمه الله نسب اوپلرنې ټاټوبې
د امام اعظم ابوحینفه رحمة الله تعالی علیه اصلی نوم (نعمان ) دی د ابوحینفه پهکینت سره پیژندل کیږی او د امام اعظم لقب د امت د امامانو لخوا نهورکړل شوېدی . دهغه د پلار نوم ثابت او د نیکه نوم " زوطی " ( د لومړی په پیښاو دریم په زور ) دموسی پروزن بلل شوې دی ـ د اکثرو مورخینو په قول چی د امام اعظمرحمه الله د دوولمسیانو عمربن حمادبن نعمان او اسماعیل بن حماد بن نعمان پهخبرو استنادکوی ، د امام اعظم رحمه الله دنیکه زوطی اصلي ټاټوبی یی کابل ګڼلېچی پههغه وخت کې د تخارستان ،غزنی او بامیانو په مینځ کې تر اټکه پورید یوه سیمه ایزحکومت جغرافیایی نوم و ـ د امام اعظم رحمه الله د نیکه زوطی پهاړه د امامرحمه الله دواړه لمسیان بیلابیل نظرونه لری . عمربن حماد وایی چیابوحینفه نعمانرحمه الله د ثابت زوی دی او د هغه پلار زوطی دبنی تمیم الله بنثعلبه لخوا له کابلنه نیول شوې او بیا ازاد کړل شوې دی ـ ولې د امام اعظم رحمه اللهبل لمسېاسماعیل بن حماد وایی چی زه اسماعیل بن حماد بن نعمان بن ثابت بننعمان بنمرزبان د فرس له از ادو او حرو او لادو څخه یم په خدای ﷻ* مې قسمچی پر موږکله هم غلامی نه ده راغلې ، زما نیکه ابو حینفه په اتیایم (۸۰) هجری کال پیداشوې دی او د هغه پلار ثابت په وړکوالی کې حضرت علی ابن ابی طالبرضی اللهعنه ته ورغلې وو او هغه و ده او د نوموړی اولادونو ته د برکت دعاکړېوه ، موږ له لویخداﷻ** نه هیله لرو چی د هغوی دعا به زموږ په حق کې قبوله شوې وی ـاسماعیل بن حماد داهم ویلی چی د امام ابوحنیفه رحمه الله نیکه دنوروز په ورځ وحضرت علی کرم الله وجهه ته ( د هغې ورځې له دود سره سم ) فالودهوړاندېکړېوه او حضرت علی کرم الله وجهه و هغه ته په مننې سره ویلی وو چی " زموږهره ورځ نوروز دی