مور
مور جانی ته دی خوشحاله وسی
کورني ژوند د نېکمرغۍ په اړه زرينې لارښوونې
د ښځو له پاره
۱- خپل خاوند دې تل د سهار له اذان څخه پينځلس دقيقې وړاندې راويښوه، نه هغه وخت چې اذان وشي. له راويښېدو وروسته ور ته مخکې د موسم په پام کې نيولو سره ګرم يا يخ مشروب ورکړه، په ځانګړې توګه که په دغه ورځ روژه نيسي (نو لږ د وخته يې راويښ کړه).
۲- تل هڅه کوه سهار له هغه وړاندې راويښه شې، او د حمام کولو له پاره ور ته اوبه، او د سهار چای تيار کړې. د اغوستنې د کاليو په برابرولو کې ور سره مرسته وکړه، او کوچنيان دې هم له هغه سره د سباناري د يو ځای خوړلو له پاره راويښ کړه.
۳- په خندا او خوښۍ سره يې د کار له پاره رخصت کړه، او له چټکو او عسکري امرونو څخه ډډه وکړه. که په ګرځنده تيليفون ور سره خبرې کوې، په خبره يې ښه ځان پوهه کړه.
۴- کور دې تل پاک، سوتره، او خوشبويه ساته، که څه هم چې ستړې يې.
۵- کور ته دې د څښتن له راتګ څخه وړاندې ځان پاک او سينګار کړه. همدا راز دې کوچنيان هم پاک کړه، او پاکې جامې ور واغونده.
۶- کله چې له کار څخه کور ته راستون شي، د کاليو په اېستلو (او د کورنۍ سودا ځای په ځای کولو) کې ور سره مرسته وکړه. ترې وپوښته چې ورځ دې څنګه وه؟ او ور ته ووايه چې ډېر مې په زړه ورېدې.
۷- د خوراک يا څښاک له پاره ور ته داسې څه راوړه چې خوښيږي يې.
۸- هيڅکله هم د هغه له ويده کېدو وړاندې مه وېده کېږه. وخت په وخت ترې پوښتنه وکړه که څه شی يې په کار وي، خو پام دې وي چې په بې ځایه پوښتنو يې تنګ نه کړې.
۹- د شریعت په چوکاټ کې يې د خپلوانو او دوستانو هرکلی کوه، او په راتګ يې د ستړيا احساس مه کوه.
۱۰- کله يې چې کوچنيانو څه شی خراب کړي يا لوبې پرې کوي، نو پړه يې پر هغه مه اچوه چې ادب يې نه دی ورښودلی، او مه سترګې ور اړوه چې راشه دا کار نو ته سم کړه.
۱۱- کله چې در ته څرګنده شوه هغه د ځينو خپلوانو په پوښتنه کې پاتې راغلی، د هغه په استاځيتوب يې ته پوښتنه وکړه.
۱۲- که کوم نامناسب کار يې کړی وي، هغه ته څه مه وايه او په خپله يې په پوره ادب سره سم کړه، مګر دا چې له بريده واوړي، نو بيا په کار ده چې په خوږه ژبه يې پرته له دې چې پړه پرې واچوې، ور ته پام کړې.
۱۳- زيار وباسه د هغه په کورنۍ کې ورګډه شې، له هغوی سره د کور په کارونو کې، پرته له دې چې خپل کرامت دې له پښو لاندې کړې، مرسته وکړه. وخت په وخت ور ته ډالۍ ورکړه، مګر هيڅکله هم ترې د سوغاتونو هيله مه لره، ځکه چې ښايي هغوی يې در نه کړي.
۱۴- ستا او د ميړه د خپلوانو تر مینځ دې ناندريو او تا-ويلي ما-ويلي ته زور مه ورکوه، او مه له دې کبله د هغوی کور ته تګ په ځان بندوه چې ستا په حق کې يې تېری کړی، بلکې ور شه، خو د مېلمنې په څېر، نه د کور د مېرمنې په څېر.
۱۵- که د خاوند کوم خپلوان ستا په حق کې تېری کړی وي، نو غچ اخيستلو ته دې د ميړه د اړ کولو له پاره د ژړا او غوغا له وسلې کار مه اخله، ځکه چې نه يې تل په دې چلونو تېر اېستلی شې، او نه هم دا کار په اسلام کې ځای لري.
۱۶- ستا او د خاوند تر مينځ اختلافاتو ته دې دومره زور مه ور کوه چې هغه اړ کړې، ستا په اړه بل چا ته ګيله وکړي.
۱۷- نارينه تل په خپل کار کې ډوب وي او هماغه يې نړۍ ګرځيدلی وي، نو هڅه وکړه هره ورځ ور ته د هغه د چاپيريال د پېښو په اړه معلومات ورکړې، له ځايي او نړيوالو خبرونو څخه يې خبر کړې، او همدا راز ور سره هغه ديني معلومات شريک کړې چې په دې ورځ کې دې زده کړي دي.
۱۸- مه يې په مخ کې کوچنيانو ته په غوسه کېږه، او مه ور ته د هغوی د ويرانکاريو ګيلې کوه، مګر که (هغوی ستا په خبره نه سمېدل او) غواړې هغه پرې خبر کړې، خو دا هر څه بايد تر وسه وسه لږ، او د لږ وخت له پاره وي.
۱۹- د داسې ورځنيو ستونزو په اړه دې ور ته خبرې مه کوه چې يوازې دې بدايسي (او حقيقي ستونزه نه وي) او هغه پکې مرسته نه شي کولای.
۲۰- کله چې ستا له خوا کوم چا ناسم کار وکړ، پرته له دې چې د ځان يا تېروتونکي پر کرامت پښې کېږدې، بخښنه ترې وغواړه.
۲۱- کله يې چې ستا په اړه کوم ناسم ګام پورته کړ، دستي يې مه ملامتوه، بلکې يوه ورځ، دوه صبر وکړه او بيا يې په خوږه ژبه پوه کړه. پرته له دې چې د هغه په تېروتنه وغږېږې، په دې وغږېږه چې هاغه ډول کار يې تا ځوروي.
۲۲- هر وخت ور ته يو څه شی ډالۍ کوه، او د ګرځنده تيليفون له لارې دې ور ته هره ورځ له مينې ډک پيغامونه لېږه.
۲۳- هيڅ ورځ داسې مه تېروه چې هغه ته پکې د خپلې مينې څرګندونه و نه کړې.
۲۴- روا، خو له وخت سره سم کالي اغونده. کوښښ وکړه د ورځې کالي بدل رابدل کړې، او هيڅکله دې هم بايد ټوله ورځ په هماغه يو ډول کاليو کې و نه ګوري.
۲۵- وخت په وخت د کور د سامان د اېښودلو ځايونه بدلوه، رابدلوه، او هم دې وخت په وخت د وېښتانو ترتيب او د سينګار بڼې ته تغير ورکوه.
۲۶- د هر کار له کولو وړاندې ور څخه اجازه اخله، که هغه له کور څخه وتل وي، که په کور کې د څه شي تغيرول، او يا هم د څه شي اخیستل يا خوراکي نظام پلي کول وي.
۲۷- وخت په وخت ور ته د خپل ګډ ژوند د بختورو او خوږو شېبو کيسې کوه، په ځانګړې توګه د واده د لومړنيو وختونو د يادونو.
۲۸- د هغو خبرو يادونه ور ته کوه چې د کوژدې پر وخت به يې در ته کولې.
۲۹- د خپلو غوښتنو او فرمايشونو په زياتوالي يې چې په وس کې يې نه وي، مه تنګوه. کله چې غواړې د خپل ژوند د شرايطو ښه کولو ته يې وهڅوې، داسې مه ور ته وايه چې د فلانۍ ميړه خپلې ښځې ته دا شی اخيستی او د بیستانۍ ميړه خپلې ښځې ته دا شی، بلکې هر څه ور ته په خوږه او ارامه ژبه ووايه. تل د هغه د جېب پام ساته (هسې نه چې ټکه يې لا په جېب کې پيدا شوې نه وي او تا وخته ور ته د لګښت ځای کتلی وي).
۳۰- هيڅکله هم هغه ته دا مه وايه چې تا کولای شول له ده څخه غوره ميړه پيدا کړې. هماغه څوک ستا په ارزښت ښه پوهيږي چې ستا واده ته يې زړه ښه کړی، نو په کار ده چې شکر پرې وباسې.
۳۱- هڅه وکړه په خپل ځان کې دې تل د ښه توب په لور بدلون راولې، او خپله عامه او ديني پوهه دې زياته کړې.
۳۲- د هغه نوم تر څنګ چې په عادي وختونو کې يې پرې رابولې، يو بل نوم ور ته غوره کړه چې د مينې پر وخت يې پرې رابولې.
۳۳- کله چې په کوم کار بوخت وي او ډوډۍ ترې ناوخته شوه، (د کار د چاپيريال په پام کې نيولو سره) په خپله يا د ګرځنده تيليفون په وسيله ور ياد کړه چې د ډوډۍ وخت دی.
۳۴- تل ور يادوه چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره وګوري، دا کار هغه ته د ازادۍ حس ورکوي.
۳۵- له خپل ځان سره د پاتې کولو او د خپلې کورنۍ او دوستانو له ليدنې څخه د مخنيوي له پاره ور ته د پوچو بهانو له جوړولو څخه ډډه وکړه. تل ريښتيا ور ته وايه، هغه دې په زړه پوهيږي، خو تا ته نه وايي، او بل دا چې دا هم د مسلمانې خوی نه دی چې تل يې ځان له ميړه پورې پينه کړی وي.
۳۶- د سبا له پاره ور ته د اغوستلو کالي برابر کړه.
۳۷- که غواړې له خوبه يې را ويښ کړې، په زوره اواز مه ور ته کوه، بلکې په غوږ کې ور ته پسپسک وکړه او مخې ته يې وخانده.
۳۸- تل ور ته ځان خوشحاله ښيه، خو که طبيعت دې ګړ بړ وي او د خوښۍ څرګندونه نه شې کولای، بس تبسم کوه.
۳۹- که د څه شي غوښتنه ترې کوې، نو په خوږه ژبه او ارام استدلال يې ترې وغواړه.
۴۰- تل ور سره په تګ، کېناستو، او خبرو کې دروند او له شخصیته ډک چلن کوه.
۴۱- د خپلو کوچنيانو له زړه راښکونکو خبرو او کارونو څخه يې خبر ساته.
۴۲- که په څنګ کې يې يې، هيڅکله هم شا مه ور اړوه.
۴۳- د اختلاف په صورت کې هيڅکله هم له کوره مه وځه، او مه کوټه پرېږده، بلکې سوله او جوړجاړی ته پيل کړه، که څه هم چې ملامته نه يې بخښنه ته ترې وغواړه، ځکه چې د نر له خولې د بخښنې کلمه ډېره په سختۍ وځي.
۴۴- هغه ته داسې وښيه چې د نړۍ په نارينه وو کې تر ټولو ښه سړی دی، او په خپله هم په دې باور اوسه (ځکه چې که له هغه څخه غوره څوک وي، هغه ستا نه، بلکې د نورو دي).
۴۵- که د خلکو په مخکې در ته په غوسه شو، ځواب مه ورګرځوه، او د هغه د خبرې له خلاصېدو وروسته دې خپله خبره پرته له دې چې په خبرو کې دې تغير راوړې، په عادي توګه پوره کړه، او لکه په ۲۱مه شماره کې مو چې وويل ورځ، دوه وروسته يې خپلې نيمګړتيا ته پام کړه.
۴۶- که په يوازيتوب کې در ته احساساتي شو، ور ته وخانده، که هماغسې په غوسه وو، لوبې ورسره وکړه، که بيا هم سم نه شو، غلې شه او تر هغې چې تا ته په خبرو لګيا وي، له کوټې څخه مه وځه.
۴۷- له خلکو سره د هغه د ژمنو او ليدنو د تنظيم په مهال وېش کې ورسره مرسته وکړه.
۴۸- د هغه د ورځنيو پېښو په اړه خبرو ته يې په ښه ډول غوږ کېږده، او له دې کار څخه ستړې کېږه مه، ځکه چې که یوه ورځ دې په ستړيا پوه شو، بيا به هيڅکله هم خپله کيسه در ته و نه کړي.
۴۹- که چېرې يې ستا د حق پر ځای کولو کې پاتې راتګ له بريده واوښت، ليک ورولېږه او پکې په ډاګه کړه چې ليدو ته دې يې زړه شوی، که ځواب يې در نه کړ، ور ته ووايه چې لريوالي يې در باندې ناوړه نفسي اغېز کړی.
۵۰- له تا سره د چکر تر څنګ، هڅه وکړه دې ته يې اړ کړې چې له خپلو خپلوانو يا ملګرو سره په کال کې يو وار د رُخصتيو په وخت کې په چکر لاړ شي، تر څو يې اعصاب ارام شي.
۵۱- کوچنيانو ته دې دا فکر مه ورکوه چې هغوی د خپل پلار د نا ارامۍ لامل ګرځي، او مه يې غلي کېدو ته په زوره اړ کوه (تر څو يې له هغه سره کينه پيدا نه شي)، بس همدومره يې پوه کړه چې پلار يې ټوله ورځ په کار کې ستړی وي نو په کار ده چې مونږ ور ته د دمې ارام چاپيريال جوړ کړو. په خپله هم د هغه د شتون په وخت کې کوچنيانو ته مه په غوسه کېږه تر څو يې د هغوی ژړا په تکليف نه کړي. که هغه ويده وي، نو له خپلو کوچنيانو سره دې په بله کوټه کې اوسه، لوبې ور سره وکړه، او د هغه غوږونو ته له شور او زوږ جوړولو څخه ځان وساته.
۵۲- لکه څنګه چې خپل ماشوم ويده کوې، هماغسې دې خاوند هم ويده کړه، او له ويده کېدو مخکې ور ته يوه پياله ګرمې شيدې، يخې اوبه، یا ګرم چای ورکړه.
۵۳- د خيالي او افسانوي مينې هيله مه ترې لره، بلکې د دې هڅه وکړه چې د هغه له طبيعت سره ځان جوړ کړې، ځکه چې د طبيعت بدلول ستونزمن کار دی.
۵۴- ستا د چلن په څېر چلن هيله ور څخه مه کوه، او مه له خپل ښه چلن څخه له دې کبله لاس اخله چې ستا په څېر چلن نه در سره کوي، بلکې صبر وکړه، د وخت په تېرېدو به په خپله سم شي.
۵۵- د څو ښځو د درلودلو په اړه هيڅکله هم مه ور سره غږېږه، او مه ور سره په دې کې لانجه کوه. که ته له دې کار څخه وېره لرې هم، هغه پر ځان مه پوه کوه.
۵۶- هغه دې د ژوند يوازينی محور هم مه جوړوه، او مه د هغه له پاره له خپلو کوچنيانو څخه بې پروا کېږه، بلکې له هغه، او خپلو کوچنيانو سره په چلن کې له خدايه ووېرېږه او د هغه لارښوونې په پام کې ونيسه.
۵۷- د هغه د ازادۍ د سلبولو هڅه مه کوه، باور پرې وکړه مګر پام پرې لره. د هغه له ملګرو او اشنايانو څخه د هغه په اړه د معلوماتو له اخيستلو څخه ډډه وکړه.
۵۸- د هغه په شخصي کارونو، يا کاري اړيکو کې د ځان د ننه کولو هڅه مه کوه، مګر دا چې مشوره در څخه وغواړي، په داسې وخت کې بيا ور ته سمه مشوره ورکړه. (مګر په مشوره کې يې د نورو د حق خوړلو، يا يوې ځانګړې مشورې منلو ته مه اړه کوه)
۵۹- بايد هغه ته د دې احساس ور نه کړې چې لنډ فکر لري، او دا چې د هغه رأيه تل ناسمه وي، که څه هم چې په ريښتيا هم داسې وي.
۶۰- په کار ده چې د هغه ملګرو او اشنايانو سره دې اړيکې روغې وساتې، تر څو له هغوی سره د کتلو پر وخت ستا له شتون څخه و نه ويريږي.

څرنګه د خپل ماشوم وخت منظم كړو؟
سرچينه: اسلام آنلاين
ډير كم خلك له خپل وخت نه په سمه توګه گټه پورته كوي، او خپل كوچنيان د وخت په ارزښت او تنظيمولو باندې روږدي كوي.
پدې باندې بايد پوه شو چې ماشومان تر لس كلنۍ پورې په حقيقي توګه د وخت په ارزښت نه پوهيږي، نو له همدې كبله دوى خورا زياتې لارښوونې او مرستې ته اړتيا لري تر څو يې وخت ته پلان جوړ شي چې خپلې چارې په خپل ټاكلى وخت باندې پاى ته ورسوي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د وخت د ارزښت په هكله فرمايي:
پنځه شيان مخكې له پنځو څخه د ځان لپاره غنيمت وګڼئ، لومړى دا چې وزګارتيا مخكې له مشغولتيا نه غنيمت وګڼئ.
دا خبره بايد يوه نفلي خبره ونه ګڼو، بلكې دا يو ديني مسؤليت دى چې خپل كمكيان د وخت په ارزښت او تنظيم باندې عادت كړو.
له مونږ سره يو ځاى لاندې ګامونه عملي كړئ تر څو وكولاى شو په ګډه د خپلو اولادونو وخت تنظيم كړلاى شو.
1. په تير تعليمي كال كې يې كومې تيروتنې كړې، هغه ورسره وڅيړئ او ور زده كړئ تر څو په راتلونكي كې تكرار نشي
2. ماشوم بايد هوډ وكړي نور به د وخت د كنترول پوره پابندي كوي.
3. د دوى وخت د عبادتونو د وخت په اساس ورته وويشئ، لكه د پنځه ګوني لمنځونه، تلاوت، مطالعې....
4. خپلو ماشومانو ته ور زده كړه چې بايد خپل وخت كنټرول كړي او تاسې په دې اړه د دوى لپاره بيلګه شئ، ځان ته لومړيتوبونه وټاكئ، ځكه په نامهم څيز باندې په مشغوليدلو سره ډير ضروري كارونه له لاسه وركوئ.
5. كمكيانو ته ورزده كړئ چې هر عمل بايد په خپل وخت باندې ترسره شي. ابوبكر صديق رضى الله عنه چې كله خليفه ټاكل كيده نو وېې فرمايل: د ورځې څه داسې عملونه دي چې الله تعالى يې د شپې نه قبلوي او د شپې داسې څه شته دي چې د ورځې يې نه قبلوي
6. په يوه وخت كې مو ماشوم د څه نورو مسؤليتونو په تر كولو هم عادت كړه، ځكه يوازې درس ويل دا معنى نه وركوي چې سړى دې نورو ټولو د ژوند چارو نه لاس په سر شي، نه بلكې د اتاق په منظمولو، د خپل پيزار په صفا كولو او همدا ډول نورو كورنيو چارو كې بايد برخه واخلي
7. پدې يې پوه كړئ چې د هر شي د تر سره كولو نه مخكې د هغه لپاره پلان او نقشه جوړول ډير مهم دي او ښې نتيجې وركوي .
8. د ماشوم په ذهن كې مو دا كښينوئ چې په خپل پلان كې بايد دا پنځه سوالونه له پامه ونه غورځوو:
بايد څه وكړم ـ څه وخت يې وكړم ـ يوازې يې وكړم او كه د نورو په مرسته ـ په څومره وخت كې يې بايد عملي كړم ـ په څه ډول يې سرته ورسوم، ډيره مهم پكې دا ده چې د دې كار لپاره د پاى ته رسولو موده وټاكل شي .
9. د ښوونځي نه له راګرځيدو وروسته يې لږ پريږدئ چې ويده شي.
10. يو څو ساعته يې پريږدئ چې تفريح وكړي، لوبې وكړي، د تلويزون ځينې مهم پرګرامونه تعقيب كړي، كپيوټر وګوري... عبدالله ابن مسعود رضى الله عنه فرمايي: زه كله ناكله خپل زړه په ځينې لوبو باندې مصروف ساتم ترڅو راسره په حق كې كمك وكړي
11. د لمانځه لپاره يې له ځان سره جومات ته بوزئ تر څو له كوچنتوب نه په جماعت عادت شي.
12. د سهار له اذان سره ماشوم را پاڅوه او له ځان سره يې جومات ته بوزه تر څو له يوې خوا د سهار له ښكلې هوا څخه گټه واخلي او له بله پلوه په جماعت عادت شي.
13. له خپل ماشوم سره د د اونۍ په جريان كې د مطلوبو كارونو لپاره د جدول په جوړولو كې كمك وكړئ، داسې جدول چې د ده د وس مطابق ټول مهم كارونه پكې ټول شامل وي.
14. په بشپړه توګه يې پوه كړئ چې دا جدول بايد په څه ډول عملي كړي تر څو ورته دروند نه وي.
15. لاښوونه ورته وكړئ چې دا جدول په يوه ښكاره ځاى كې ولږوي تر څو يې ورته كتل اسان وي.
16. پدې يې هم پوه كړئ چې د وخت تقسيمول ډير غوره دي د مثال په ډول (له روژه ماتي نه مخكې به داكاركوم بيا به تر تراويح پورې داشى يادوم
17. ځينې مهم عبارتونه او احاديث په يوه تخته يا يوغټ كاغذ وليكئ بيا يې په يوه څرګند ځاى را ځوړند كړئ ترڅو دى ترې ګټه پورته كړې او د وخت ارزښـت وپيژني.
په پاى كې خوښوو چې بايد خپلو ماشومانو ته داسې عوامل په ګوته كړوچې په ژوند كې يې عملي كړي او خپل وخت پرې ډك كړي، ښه روزنه يې وشي ترڅو په دنيا او په اخرت كې كامياب شي.
په همدې هيله

زموږ ښځې نېكمرغه دي
...خو د دې پر خلاف كه اسلامي ټولنه په پام كې ونيسو نو زموږ ښځه ډېره نېكمرغه ده، دلته ښځه خور، لور، مور، او مېرمن او د مېړه د كور او مال خاونده ده.
محمد مدثر اسلامی*
له ماشومتوبه به مې پلار، مور او نورو مشرانو راته ويل چې د لويديځ بې دينه خلك څارويو په شان ژوند كوي. نو زه به حيران وم چې دا به نو څه ډول خلك وي. ذهن كې به مې راګرځېدل كيداى شي هغوى به د ښكاره جوړښت له مخې څارويو ته ورته وي. بيا به مې په همدې اړه له مشرانو بيلا بېلې پوښتنې كولې خو هغوى به تل پوهولم چې هغه خلك كټ مټ زموږ په څير دي خو خو كارونه د څارويو كوي. دا چې زه ورو ورو لويېدم نو پدې اړه به مې ډيرې پوښتنې نه كولې خو كه ريښتيا ووايم زه مې بيا هم نه منله چې څوك دې د څاروي په ډول سلوك وكړي.
كيداى شي الله پاك به غوښتل څو دا كرغېړن واقعيت په خپلو سترګو ووينم نو ځكه د پوهنتون په لومړي كال اروپا ته زما د سفر موكه برابره شوه. كه څه هم د نومړي سفر موخه د لويديځوال كلتور سره د مثالي ژوند لارې په توګه اشنايي ښودل كېده خو موږ په ريښتيا هم دې مثالي (!) تمدن ريښتونې څېره ډېره وپېژنده.
مسلمانې خورې!
له ډېرې مودې راهيسې د نړۍ په لروبر كې ستا د دين دښمنان هڅه كوي څو د اسلامي سپېڅلو شعايرو په اړه ستا او ستا د نورو خويندو په زړونو كې شكونه پيدا كړي. په نړيواله كه ې څومره وګړي په اصطلاح د ښځو حقونو (!)، بشر حقونو (!)، بيان ازادۍ (!) ډيموكراسۍ (!) او نورو ادارو كې ګمارل شوي او هغه پيسې چې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره لګيږي يواځينۍ موخه يې دا ده چې تا مسلمانه خور له خپل دين نه زړه تورنه كړي. خو زه باوري يم چې ان شاء الله ته به تر دې ډېره پياوړې او په دين ټينګه ولاړه وې چې د دوى په خبرو دوكه شې.
د لويديځ مېشتو ښځو د ژوند انځو له لرې ډېر ښكلى او په زړه پورې ښكاري خو كه له نږدې ورته ځير شئ نو بيا تر ټولو بد انځور به مو تر سترګو شي. دومره ناوړه چې په ليدو به يې ستا له زړه د درد او غم كړيكه اوچته شي او له سترګو به دې ورته اوښكې وبهيږي. د دې تر څنګ به د الله جل جلاله شكر پر ځاى كړې چې ته يې مسملمانه پيدا كړې يې.
ګرانې خورې!
هغوى هغه څه ته پرمختګ او هوساينه وايي چې ته يې كيداى شي وحشت او بربريت وبولي، هغوى ستا د خويندو (لويديځوالو پېغلو) شرف او عزت لوټلى، هغوى په يوه او بله بهانه د ادم او حوا لوڼې بې پردې كوي، هغوى د خپلو نفسي او شهواني غوښتنو د پوره كولو لپاره د زرګونو پېغلو له جسمونو څخه ناوړه او نامشروعه ګټه پورته كوي.
هلته هره نجلۍ د اتلس كلنۍ عمر ته تر رسېدو وروسته يواځې د دوه څيزونو په اړه فكر كوي. د باى فرېنډ او مناسبې دندې د موندلو په هكله. بيا كله چې كومه نجلۍ ځان ته د اوسېدو د ځاى او ډوډۍ پيدا كولو لپاره مناسبه دنده پيدا نكړي نو د يو څو پيسو په بدل كې د خپل جسم پلورلو ته چمتو شي.
ډيرې نجونې مې داسې وليدې چې څو خويندې له بېلا بېلو پلرونو څخه پيدا شوې وې. هغه هم پداسې حال كې چې د يوې مور او پلار هم سره واده نه و كړى او يواځې د يو څه وخت لپاره سره يوځاى شوي و او بئيا هر څوك په خپله لار پسې تللي و. داسې خلك خو پكې ډېر نېكمرغه و چې كم تر كمه پلار او مور به ورته معلوم و. په زرګونو داسې نجونې او هلكان و ې د پلار او مور يې هېڅ درك نه و.
هلته نجونې د پيسو د لاسته راوړو لپاره تر نيمو شپو په كلبونو او ډيسكوګانو كې نڅا كوي او بيا د شپې پاتې برخه د كوم وږي تږي لېوه ښكار شي. ښكلې نجونې په رېسټورانټونو كې د خپلې ښكلا او ښكون په مرسته د پيرودونكو د جذبولو لپاره په دنده ګمارل كيږي. او په نجونو نور ډېر داسې څه تيريږي چې بيانول يې كيداى شي يو كتاب وغواړي.
هلته ريښتيا هم ښځه ډېره بدمرغه او خواره ده او ژوند د حيوانيت دى.
خو د دې پر خلاف كه اسلامي ټولنه په پام كې ونيسو نو زموږ ښځه ډېره نېكمرغه ده، دلته ښځه خور، لور، مور، او مېرمن او د مېړه د كور او مال خاونده ده. زموږ ښځه د ژوند د ملګري د موندلو لپاره مجبوره نه ده لالهانده شي لكه د هغوى نجونې چې د باى فرېنډ د پيدا كولو لپاره سرګردانيږي. نه يواحې دا بلكې دلته ښځه په دېره حيا كې د يوه ځوان د ژوند ملګرې جوړيږي. له اقتصادي پلوه زموږ ښځه تر ټولو خوندي ده ځه هغه د سړي په شتون كې هېڅ اړتيا نلري چې ځانته د نفقې د برابرولو لپاره ځان په كړاو كې واچوي آن تر دې چې د ښځې نفقه يې پر سړي فرض كړې ده.
مؤمنې خورې!
د الله جل جلاله له لوري د دومره سترو پېرزوينو په بدل كې تا ته پكار دي څو خپل رب ته په شكرانې كې ټول ژوند د الله جل جلاله په دين سمبال كړې او هڅه وكړې څو دا نيكمرغي له خپلو هغو خويندو سره هم شريكه كړې چې ترې محرومې دي.
حياء د مسلماني ښځي ښكلا ده
ساجده عبد الباقی*
حياء د ښځي سپر:
حياء د ښځې هغه ښكلا ده چي هرو مرو پري بايد ځان ښائسته كړي ځكه لهچا څخه چي حياء ولاړه نو هر څه ورڅخه ولاړل او د شهوتپالو لپاره يو تيار ښكار شو چيهر وخت وغواړي په خپل دام كښې يې رانيسي.
تر څو پورې چې د مسلمانې ښځې حياء اوپرده وه د اسلام دښمنان نه وو بريالي شوي چي د ښځې د ازادۍ په نوم چې يې نعرې پورته كولې پکښی بريالي شي او د همدوى حياء وه چې د هغوي د دغي نعرو په مخ كي يو غټخنډ وو.همدا وه چه نه وو توانيدلي تر څو مسلمانه ښځه په دغه بي ځايه او پوچو نعرودوكه او بی لاری كړي او یا يى افكار او ذهنونه له شبهاتو ډك كړي.
د ښځو آزادی ! یو تلک:د دغه شومهدف د لاسته راوړلو په موخه يى كوښښ وكړ تر څو د اسلامي نړۍ د ګوتو په شمیر سپكې اوبي حياء ښځي چي د آزادی په نوم پر دغو پوچو نعرو دوكه شوي وي ښكار كړي او په خپلمنهج يې تربيه كړي او خپل افكار يى د دوى په ذهنونو كي لكه د زهرو خواره كړل او دنورو مسلمانو ښځو د بې لارې كولو لپاره یی راواستولې، د اسلام دښمنانو له دغه ډولهښځو سره هر ډوله مرستي وكړې او د هغوى د لارې ټول خنډونه يى هوار كړل.
د اسلام د له مینځه وړلو آسانهلار:همدغي بي لاري شوو ښځو سيمنارونه، ورکشاپونه، کورسونه، ترینګونه اوندوى وركړې، اخبارونه او مجلي ورڅخه ډكې شوې، د ښځې د ازادي په نوم يى يو تحريك اوخوځښت جوړ كړ او ډير زړه راښكونكي د ښځي حقوق او ازادي په نوم يى ورباندي كيښود اوله بده مرغه ډيري ساده زړی ښځي د دغي دسيسي ښكار او په دام كښې یې پريوتي. د دیخوځښت سره د یوځای کیدو له امله دی ښځو خپله حياٰء او عفت له لاسه وركړ او ګویاخپلي پښی یی پخپله په تبر ووهلي، هغه چې د اسلام د دښمنانو هدف دی. د اسلام دښمنانخو ځكه وايي چي د شرق حالت به تر هغه سم نه شي تر څو چې د ښځي پرده د هغي له سر څخهليري نکړی او قران پري پټ نکړی. دوى همدارنګه وايي چې د اسلام د ړنګولو تر دې بلهاسانه او لنډه لاره نشته چي مسلمانه ښځه بي پردي له كوره را ونه باسی او دا هغه خطردى چي مسلمانانو لپاره ډير ستر ګواښ دي.
نو ګراني خوري !حياء خو ستا په سرلكه يو تاج دى چې هيڅكله يي بايد له لاسه ورنكړي په هر حالت كښي چي وې ځكه چي تهپوهيږي چي د اسلام دښمنان صرف دا نه غواړي چي ستا له مخ څخه پرده ليري كړي بلكهغواړي ستا له زړه څخه حياء اوباسي .
نو مسلماني ښځي ته پكار ده چي پردې ته ډېرهتوجه وكړي او د هغي حفاظت وكړي تر څو د اسلام دښمنان نااميده شي.
د رسول الله وینا:د حياء په هکلهپه حديث شريف كي راځي چي : الحياء خير كله، يعنې حياء ټول خير دي او خير يى دا ديچي د امت حفاظت كوي او د دښمنانو د چالونو څخه يي ژغوري چي غواړي په اسلامي نړۍ كيد بي حيايۍ له لاري فساد او شهوت خور كړي.
نو ځكه مسلمانه ښځه كه د ځان او امتلپاره خير غواړي نو بايد په حياء او په پرده كي و اوسيږي، د هغي حفاظت وكړي، نوروته يي تلقين وكړي او د هغوي لپاره قدوه او مثال وګرځي ترڅو د خير د خپرولو سببوګرځي .
د ايمان ضعف:او دا نن چي مونږ كومهبي حيايي او بي لاریتوب ګورو د دي اصلي لامل د ايمان كمزوري ده ځكه نبي عليه السلامفرمايي: الحياء و الإيمان قرناء فإن ذهب إحداهما ذهب الآخر. ژباړه:حياء او ايمانسره ملګري دي كه يو لاړ شي بل خامخا ځي.
همدا راز په بل حديث كي فرمايي: بضع وسبعون شعبة-او بضع و ستون شعبة أفضلها لا إله الا الله و أدناها إماطة الأذى عنالطريق و الحياء شعبة من الإيمان، ژباړه:ايمان څه د پاسه اويا – يا څه د پاسه شپيتهبرخې یا څانګې لري تر ټولو لوړه يى د لا اله الا الله كلمه ده او تر ټولو كمه يى دضرر رسوونكي شي له لارې څخه ليري كول دي او حياء د ايمان يوه برخه ده.
ايمان تل خلك حياء ته رابولي او هغي ته ترغيب وركوي، همدا راز حياءايمان ته د رسيدلو لاره ده، ځكه مونږ وليدل چي كله د مسلمانو ښځو ايمانونه كمزوريشو نو حياء يى هم له مينځه ولاړه او د هغوي بي حيايى د هغوي له خبرو اترو اخلاقو اوسلوكياتو څخه ظاهره شوه او د هغوي حالت مونږ په خپلو سترګو د تلويزيون په پردو،مجلو، اخبارونو، اعلانونو، لارو كوڅو، مكتبونو، پوهنتونونو، پاركونو او په كورونوكي وليده.
د بي حيايۍ مختلف شكلونه دي:
زمونږ په ټولنه كي د بې حيايۍ مختلف شكلونه دي د مثال په ډول هغهښځه چي له يو نامحرمه او اجنبي سړي سره ګرځي يا ورسره ملګرتيا كوي او يا ورسره سفركوي نو دغه ښځه بي حياء ده، كومه ښځه چي په لاره كي روانه وي او په لوړ اواز خبريكوي او يا خندا كوي نو له حياء څخه عاري ښځه دي، او هغه چي له سړيو سره پرته له كومضرورته اختلاط كوي لکه په اکثرو دفترونو کی چه لیدل کیږی هغه بي حياء ښځه ده، اوهغه چي ځان سينګار كړي او غيرشرعي لباس واغوندي او خپل زينت سړيو ته ښكاره كړي اوهغه چي په دي خوشحاليږي چي نامحرمه سړي ورته وګوري هغه بي حياء ښځه ده او هغه چي لهحياء څخه عاري فلمونه مجلي يا د انټرنيټ پاڼي ګوري هغه بي حياء ښځه ده او هغهچي....او دا رنګي په لسګونو ژوندي مثالونه چي په بي حيايۍ دلالت كوي مونږ هره ورځپه خپلو سترګو ګورو او هر با احساسه مسلمان يى په ليدلو ځوريږي.
د نبي عليه السلام وینا:
د پورتهذکر شوی خلكو د حالت او كارونو په هکله نبی اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: ان مماادرك الناس من كلام النبوة الأولى إذا لم تستحى فافعل ما تشاء، ژباړه: د نبوت لهاولو خبرو څخه دا ده چي کوم انسان حياء نلری نو د هغه خوښه چه هر څه کوی، مطلب داچه د حياء د نشتوالی په حالت کی انسان چي هر څه وغواړي هغه كوي ځكه چي هيڅ عار نهمحسوسوي.
د شعيب عليه السلام لور:
نو هره پاكلمنه او سپيڅلي مسلمانه چي خپل دين سره مينه لري خپل عزتورباندي ګران دي د رب له عذاب څخه ويريږي او د رب د نعمتونو طمع لري بايد حياء تهمخه وكړي او د شعيب عليه السلام لور ځان لپاره د حياء او سپيڅلتيا نمونه او مثالوګرځوي ، چي د خپلي حياء له امله الله تعالى په خپل سپيڅلي کتاب کې يادوي او قصهيى تل تر تله تر قيامته ژوندۍ پاتې ده، دا يواځي د شعيب عليه السلام لور نه ده بلكههره يوه ښځه چي د هغي په رنګ، رنګ شي ګويا قران د هغي ذكر كړى.
الله تعالي فرمايي: فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي (القصص: ٢٥آيت). ژباړه:له هغوي دواړو څخه يوه راغله چي ډيره په حياء كي ګرځيدله ويېويل.
او بعضي مفسرين ايت بیا له دى ځايه شروع كوي چې: عَلَى اسْتِحْيَاءٍقَالَتْ، يعني په ډيره حياء سره يى وويل.نو دا هغه انجلی وه چي د حياء له امله ییذكر د تل لپاره ژوندي پاتي شو.
او په پایله كښي اي ګراني خوري !
حياء بايد ستا په ټولو سلوكياتو كي ظاهره شي او ستا د ژوند هر اړخبايد له حياء او سپيڅلتيا څخه ډك وي تر څو ته هم نیکمرغه شي او نور خلک هم ستا لهبرکته نیکمرغه شی. ځكه كومه ښځه چی حياء نلري خپله هم ځان په هلاكت كي اچوي او څوك يى چي شا او خوا كي وي د خپلي بدمرغی او ګمراهي له امله هغوي هم په بدمرغۍ اخته کويان تر دې چې ضرر یی ټول امت ته رسیږی ځکه چې دغه بي حياء ښځه ډیرو ګناهونو ته لارهواروي او د ډیرو نيكيو او ښو کارونو د لاری خنډ ګرځي .
نو اى مسلمانې خورې له ځان څخه د خير، نیکمرغی او د نيكي د خپرولوسرچینه جوړه كړه نه د شر، فساد، بدمرغی. الله پاك دى مونږه او تاسو ټولو ته د خيراو نيكي د خپرولو توفيق راكړي.امين

مسلمانو نجونو ته څو د زړه خبرې
ژباړه: خليل الرحمن مجاهد
خورکۍ:
· لمونځ پر خپل وخت ادا کوه، الله جل جلا له تل یاد ساته، توبه او استغفارمه هېروه، د قران عظیم الشان تلاوت کوه ځکه د قران تلاوت د زړه نور زیاتوی
او غمونه له منځه وړی
· له نامحرمو خلکو سره ټيلیفوني اړیکې مه ساته ځکه داسې اړیکی ورو ورو د فساد او فتنې سبب کیږی
· غیبت کول، د یوه خبر و بل ته وړل، ناوړه خبرې، او بد رد ویل د دوزخ د اور سبب ګرځي
· د لنډو او نريو جامو اغوستل ناروا دي او د دوزخ د اور سبب کېږي
· د ښکلو او رنګینو جامو اغوستل دعلماوو له خوا منع شوي. دا ډول جامې د فتنی او فساد اصلي لامل ګڼل کیږی
· کورته د نامحرمه کس رواستل د کورنۍ د ویجاړۍ سبب ګرځي
· د ناروا سندرو د اوریدلو او بې ځایه خبرو له کولو څخه ځان ساته او ټول غړی دی له هغه څه نه چه الله تعالی حرام کړی دي وساته
ځکه همدا غړي به د قیامت په ورځ کې پر تا شاهدی وايي
· د هغو مجلو له مطالعی ځان ساته چې د ټولنې د ارزښتونو پر ضد خپرونې کوي
· د بدو ملګرو له ملګرتیا ځخه ځان ساته ځکه په دې کې نه د دنیا او نه آخرت ګټه نغښتې اویواځی د انسان د ګناه د زیاتوالی سبب کیږي او بس
· په ناروا مراسمو اوجشنو کې ګډون مه کوه چې د الله تعالی د نافرمانۍ سبب ګرځي
· د نارینه ووپه شان د ځان ښودلو څخه ډډه کوه اوویښتان مه لنډوه
· څو چې دالله نافرمانی پکی نه وی د میړه اطاعت کوه
· کوښښ کوه چې د میړه په نشتوالی که د کورښه ساتنه وکړې
· په بازار او نورو ځایونو کې له ناشرعي اختلاطه ډډه کوه
· د خاوند او کورنی پټ رازونه مه افشاء کوه
· د لویوالي، فخر اوغرور څخه ځان ساته
· د میړه له اجازې پرته له کوره مه ووځه اوله زنا ځنی ځان ساته ځکه زنا د کبیره ګناهونو له ډلې څخه ده
· کوډګر اوفالبین ته له ورتلو ځان وساته
· له کوره د باندې عطر وهل حرام دي. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلي دي:
(د حديث مفهوم) هغه ښځه چې له کوره د باندې عطر وهي او بوی يی نامحرمو کسانو ته ورشي نو په حقیقت کی دغې ښځې زنا کړې
· د الله ج په خلقت کی تغيیر مه راوله ځکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر هغو ښځو لعنت ویلی چی د ښایست په موخه
د غاښونو ترمنځ جلاوالی راولی او وروځی نرۍ کوي
· داسی مواد مه کاروه چې د بدن پوست ته د اوبو له رسیدو څخه مخه نيسي لکه د نوکانو رنګول اونور
ګرانی ایماندارې خوری !
· لمونځ پر خپل وخت ادا کوه
· الله ج تل یاد ساته، توبه او استغفارمه هیروه
· دقران عظیم الشان تلاوت کوه ځکه د قران تلاوت د زړه نور زیاتوی او غمونه له منځه وړی
· د اسلامی کتابونو مطالعه د خپل ژوند عادت کړه
· په هرځای کی داسلامی جامو اغوستل خپل عادت کړه
· د سهاراو ماښام ذکر له یاده مه باسه
·
رښتیا ویل او د حق منل خپل عادت کړه
· د اولاد روزنه دی د اسلامی تعليماتو سره سمه کوه چې په دنيا او آخرت کې دې په کار شي
· د میړه اطاعت اودهغه د پټو رازونو ساتنه دالله ج په وړاندې لوی اجر او ثواب لري
· د یتیمو کوچینیانو روزنه، د خپلوانو سره ښه سلوک او رویه خپل عادت کړه.