پښتانه ټبرې
پښتنى قبيلى په څلورو ډلو ويشل شوي دې سړبن، غرغښت او کرلاڼ
هماغسې چې پښتانه له پنځګونو آرياني ټبرونو څخه د ساکانو له سترو پاتې شونیو څخه ګڼل کېږي او له دې سره د ختیزې آريانا يا اوسني افغانستان لومړني آروبومي Aborigine استوګن ، دغسې پخپله هم پر سترو پنځګونو ټبرونو يا ښاخونو وېشنه مومي او بیا ېې دغه ستر ټبرونه يا ښاخونه پّ جلا جلا توګه پر بېلا بېلو ښرانګو او ښرانګوړو ، زييونو ، خېلونو او وړو وړو پښو وېشل کیږي .
لومړنی ستر پنځګونی وېش او نور لوی لوی او واړه واړه وېشونه او پښته ونې (شجرې) د ټبرني اوډون (نظام)زېږنده ده او د همدغه اوډون د پايښت له کبله د پښتنو د بې شمېرو انګېرنو او روایتونو د يوه رغنده ټوک په توګه تر اوسه تاندوتازه پاتې دي. او په پای کې ېې هم له ګړنۍ بڼې څخه لیکنۍ ته هم لاره موندلې او له ښايسته ډېر مهاله راهیسې شاعرانو، لیکوالو ،پښت پوهانو او تاریخوالو راخوندي کړي دي. په دې لړ کې ورته خوشال بابا درې ـ څلور سوه کاله پخوا داسې پېيلي جوه بښلې ده. پښتون په اصل سړبنی دی يا غورغښتی دی يا بېټنی دی لودي، غلجی د بېټ له لوره په سړبن پورې بیا کرلاڼی دی د پښتنو ټبرنیو روایتونو له مخې دغه پنځه ټبرونه په لومړي سر کې د يو ګډ ورنیکه ((قیس))= ((کاس))= ((ساک)) يا په اسلامي نامه عبدالرشید له درو ځامنو څخه آره اخلي سړبن ـ غرغښت ـ بېټنی (بېټ نیکه) . ددغو درو پلرونو زوزات په ٬٬٫اصلي ٫ پښتنو کې راځي او د پاتې دوو زوزات (متوزي او کرلاڼي) د ٬٬وصلي٫٫ پښتنو په نامه بلل کېږي . مانا دا چې د لومړنيو درو پلرونو يا په بله وینا د بېټ نیکه د زامنو پر ځای د لوڼو له زوزات څخه دي. د ظفر کاکاخېل (۱۲۶۵ ـ ۱۲۶۶مخ) له ویناسره سم پنځه ګوني ښاخونه ټول ۴۰۵ غوره ټبرونه رااخلي ، په دې ډول .
سړبني ټبرونه ۱۰۵
غرغښتي ټبرونه ۹۵
بېټني ټبرونه ۲۵
متوزوي ټبرونه ۵۲
کرلاڼي ټبرونه ۱۲۸
د اصلي پښتنو پلرو زوزات لومړۍ برخه ..